فوټبال: د لوبغاړو پېروپلور کې څوک چېرې لاړ

د انځور حقوق AP
Image caption د پېر او پلور دویمه کړکۍ (ټرانسفر وېنډو) د جنوري په لومړۍ نېټه پرانېستل شوې وه او د فبروري په دویمه نېټه د شپې په ۱۱ بجې وتړل شوه

د انګلستان د فوټبال په غوره لیګ کې هر کال دوه ځل د پېر او پلور کړکۍ پرانېستل کېږي چې بېلا بېلې لوبډلې کولی شي د خپلې لوبغاړي راونيسي.

د پېر او پلور دویمه کړکۍ (ټرانسفر وېنډو) د جنوري په لومړۍ نېټه پرانېستل شوې وه او د فبروري په دویمه نېټه د شپې په ۱۱ بجې وتړل شوه.

د انګلستان غوره لیګ د لوبډلو تر منځ د پېر او پلور په کړکۍ کې تر ټولو لوی تړون د مانچېسټر سټي لخوا وشو چې د سوانزي بریدګر لوبغاړی وېلفرېډ بوني یې د ۲۸ مېلیون پاونډو په بیه وپېره.

چلسي هم له اېټالیايي کلب فیورنټینا نه کولمبیایی لوبغاړی کوډراډو په نژدې ۴۰ مېلیون ډالرو وپېره، چلسي همداراز اندرې شرله هم نژدې په ورته بیه په جرمن کلب وولفزبرګ وپلوره.

د غوره لیګ لوی تړونونه:

د پرېمیئر لیګ سږني لوبیز کال کې تر دا مهاله ټولو لوبډلو تر نیمايي ډېرې ۲۳ لوبې کړي.

چلسي د نمرو په جدول کې لومړی ځای لري او له دفاعي اتل مانچېسټر سټي نه یوازې پنځه پواینټه شاته ده.

مانچسټر یونايټېډ، ارسنل او ټاټنهم هم ترې ډېر شاته نه دي.

لا هم په ډاګه نه شي وېل کېدای چې د پرېميئر لیګ سږنۍ اتلولي به څوک ګټي او د لوبیز کال په نیمايي کې تر ډېره د لوبډلو موخه دا وي چې د لوبډلې لا ځواکمنولو لپاره لوبغاړي راونیسي.

ارسنل

د انځور حقوق AP
Image caption ارسنل له هسپانوي کلب وېلاريئل سره د ۱۱.۸ مېلیون پاونډو په تړون ګبرېل پالېسټا وپېره

د سږني لوبیز کال له پیل راهیسې پر ارسنل له دفاعي پلوه فشار ډېر و، ګولونه هم پرې ډېر کېدل او دفاعې تېروتنې هم ډېرې لرلې.

د ارسنل پر روزونکي ارسنې وېنګر نيوکه وه چې د دوبي د پېر او پلور په کړکۍ کې ونه توانېد تکړه او وړ دفاعي لوبغاړی راونیسي.

له همدې امله ارسنل د جنوري په ټرانسفر وېنډو کې ګبرېل پالېسټا وپېره.

ارسنل له هسپانوي کلب وېلاريئل سره د ۱۱.۸ مېلیون پاونډو په تړون ګبرېل پالېسټا وپېره او د خپلې لوبډلې دفاعي کرښه یې لا هم ځواکمنه کړه.

پر ده سربېره ارسنې وېنګر کرسټين بېلېک هم د نژدې ۲.۵ مېلیون پاوڼدو په بیه وپېره.

چلسي

د انځور حقوق EPA
Image caption کوډراډو د فوټبال په تېر نړیوال جام کې د کولمبیا له هغو لوبغاړو و چې ډېر وځلېدل.

چلسي د کولمبیا بريدګر لوبغاړی خوان کوډراډو له اېټالیوي کلب فیورنټینا نه په نژدې ۲۴ مېلیون پاونډو واخېست.

کوډراډو د فوټبال په تېر نړیوال جام کې د کولمبیا له هغو لوبغاړو و چې ډېر وځلېدل.

دی ځوان او ډېر بریالی بریدګر لوبغاړی دی او د فوټبال شنونکي دا د چلسي یو ښه ګام بولي.

چلسي پر دې سربېره جرمنی اندرې شرله د بونډزلیګا کلب وولفزبرګ ته د ۲۴ مېلیونه پاونډه په بیه وپېره.

مانچېسټر سټي

د انځور حقوق PA
Image caption مانچېسټر سټي د سوانزي بریدګر لوبغاړی وېلفرېډ بوني واخېست

د پرېمیئر لیګ دفاعې اتل مانچېسټر سټي له سوانزې د هغوی افریقایی بریدګر لوبغاړی وېلفرېډ بوني د ۲۸ مېلیون پاونډو په بیه وپېره.

دا د جنوري د پېر او پلور په کړکۍ کې د انګلستان د غوره لیګ کلبونو لخوا تر ټولو د لوړې بیې تړون و. وېلفرېډ بوني دا مهال د افریقا د لویې وچې په سیالیو کې بوخت دی او انګلستان ته له ستنېدا وروسته به د مانچېسټر سټي لپاره لوبېږي.

د پرېمیئرلیګ د لوبډلو لوی تړونونه

ارسنل ګبریل پالېسټا (۱۱.۴م) او کرېسټن بېلېک (۲.۴م)
چلسي خوان کوډراډو (۲۳.۳م)
مانچېسټر سټي وېلفرېډ بوني (۲۸م)

ورته مطالب