د کرېکټ د نړیوال جام اووه نیم لکه ټکټونه پلورل شوي دي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption استرالیا او نیوزیلنډ تر دې مخکې په ګډه د نړیوال جام سیالیو کوربتوب ۲۳ کاله وړاندې په ۱۹۹۲ کال کې کړی و.

د کرېکټ د نړۍ د تر ټولو سترې سیالۍ یعنې نړیوال جام پیل ته یوازې څو ورځې پاتې دي او د پیل د ورځو له نږدې کېدو سره د لوبو د ټکټونو خرڅلاو هم چټک شوی دی.

د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام چې استرالیا او نیوزیلنډ یې په ګډه کوربتوب کوي د فبرورۍ پر ۱۴مه پیلېږي.

د کرېکټ نړیوالې شورا (آی سي سي) ویلي چې د کرېکټ د ۱۴م نړیوال جام تر اوسه اووه نیم لکه ټکټونه پلورل شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

هیله کېږي چې د دغو سیالیو د لیدو لپاره به له لسو لکو ډېر خلک د کرېکټ میدانونو ته ورځي.

آی سي سي وايي د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام په اړه د خلکو لېوالتیا ته په پام سره داسې وړاندوینه کېدای شي چې دغه سیالۍ به تر ټولو ډېرې په زړه پورې وي.

آی سي سي دا هم وايي چې په نړیوال جام کې د پیاوړو لوبډلو تر منځ د لوبو ټکټونو اوس هم خورا ډېر دي ځکه نو د کرېکټ مینه وال باید نهیلي نه شي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption هند د ۲۰۱۱ کال نړیوال جام اتلولۍ ګټلې وې او د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام سالیو کې به د خپل لقب دفاع کوي.

د دغې شورا اجرایوي مشر ډېوډ ریچرډسن وویل "داسې ښکاري چې دا به تر ټولو په زړه پورې نړیوال جام وي. زه له تاسو غواړم چې راشئ او د خپلې لوبډلې ملاتړ وکړئ".

استرالیا او نیوزیلنډ تر دې مخکې په ګډه د نړیوال جام سیالیو کوربتوب ۲۳ کاله وړاندې په ۱۹۹۲ کال کې کړی و.

هغه سیالۍ پاکستان ګټلې وې او په دې نړیوال جام کې به پاکستان خپله لومړۍ لوبه د دودیز سیال هند پر وړاندې د فبرورۍ پر ۱۵مه ترسره کوي.

هند د ۲۰۱۱ کال نړیوال جام اتلولۍ ګټلې وې او د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام سالیو کې به د خپل لقب دفاع کوي.

افغانستان به په نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه د فبرورۍ پر ۱۸مه د بنګله دیش پر وړاندې کوي.

ورته مطالب