آی سي سي د سعید اجمل د بالنګ نوې بڼه سمه بللې

د انځور حقوق AFP
Image caption دغه ورو توپ اچونکی وايي چې دی د تقاعد هېڅ پلان نه لري او غواړي چې دوه یا درې نور کلونه د پاکستان په استازیتوب ولوبېږي.

د کرېکټ نړیوالې شورا (آی سي سي) د پاکستان د ورو توپ اچونکي سعید اجمل د بالنګ نوې بڼه سمه او قانوني بللې ده.

آی سي سي ویلي د اجمل د بالنګ د نوې بڼې ازموینه د جنورۍ پر ۲۴مه د هند د چنای ښار په یوه لابراتوار کې واخیستل شوه.

د پاکستان ښار لاهور کې سعید اجمل له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې هغه غواړي د پخوا په څېر د بالنګ وړتیا لاسته راوړي او بیا نړیوالو لوبو ته ستون شي.

دغه ورو توپ اچونکی وايي چې دی د تقاعد هېڅ پلان نه لري او غواړي چې دوه یا درې نور کلونه د پاکستان په استازیتوب ولوبېږي.

سعید اجمل وویل دې غواړي ډېر ژر بیا لوبه پیل کړي او دا چې دی د پاکستان د کرېکټ منندوی دی چې پر ده یې باور وکړ.

نوموړي ویلي هغه د بالنګ په نوې بڼه کې په غوره ډول توپ اچونه کولی شي او هیله یې څرګنده کړه چې په راتلونکې یوه میاشت کې به یې د بالنګ بڼه لا ښه شي.

اجمل دا هم وویل چې د ده د بالنګ بڼې په سمولو کې د پاکستان پخوانیو ورو توپ اچونکو ثقلین مشتاق او مشتاق احمد ډېر زیار ایستلی دی.

یاده دې وي چې تېر کال د پاکستان او سریلنکا تر منځ د یوې ټیسټ لوبې پر مهال لوبڅارانو د سعید اجمل د ناسمې بالنګ بڼې په اړه رپوټ ورکړی و.

له دغه رپوټ وروسته آی سي سي اجمل د بالنګ بڼې ازموینې لپاره د استرالیا بریسبین ښار ته ولېږه.

د ازموینې په رپوټ کې ویل شوي وو چې دی نږدې د ۴۰ درجو په زاویه بالنګ کوي، په داسې حال کې چې د آی سي سي له خوا بالران یوازې د ۱۵ درجو پورې د لاس نېغولو اجازه لري او له همدې کبله په نوموړي د بالنګ بندیز لګول شوی و.

سعید اجمل په ټیسټ لوبو کې ۱۷۸، یو ورځنیو لوبو کې ۱۸۳ او شل اوریزو لوبو کې ۸۵ وېکټې اخیستې دي.

نوموړي په شل اوریزو لوبو کې تر ټولو ډېرې وېکټې لري.

اجمل اوس هم د آی سي سي د یو ورځنیو لوبو د لست دوهم او شل اوریزو لوبو پنځم تر ټولو غوره بالر دی.

ورته مطالب