مورګن: د بېټ د دروندوالي په اړه بحث "احمقانه" دی

Image caption مورګن په دې باور دی چې د یو ورځنیو کرېکټ لوبو په قوانینو کې وروستیو بدلونونو تېزو منډو جوړولو ته لار پرانیستې ده.

د انګلستان د کرېکټ لوبډلې کپتان ایون مورګن هغه ادعاوې رد کړي چې ګنې عصري بېټونه له اندازې ډېر ستر او د توپوهونکو په ګټه دي.

روانه اوونۍ کې د کرېکټ د نړیوالې شورا (آی سي سي) اجرایوي مشر ډېوېد ریچرډسن ویلي وو چې د کرېکټ قانون جوړونکي باید د بېټ وزن پر کمولو غور وکړي.

نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د سوېلي افریقا توپوهونکي ای بي ډيویلیرز تېره میاشت یوازې پر ۳۱ توپونو د یو ورځنیو کرېکټ لوبو تر ټولو تېزه سلیزه ووهله.

د انګلستان کپتان ۲۸ کلن مورګن وویل: "د بېټ د اندازې یا غټوالي بحث احمقانه دی".

نوموړی په دې باور دی چې د یو ورځنیو کرېکټ لوبو په قوانینو کې وروستیو بدلونونو تېزو منډو جوړولو ته لار پرانیستې ده.

مورګن وویل: "ما تر اوسه هېڅ داسې بېټ نه دی لیدلی چې ویلي مې وي (دا نو بېخي زیاتی دی، داسې بېټونه باید غیرقانوني اعلان شي)".

"د بېټ د غټوالي په اړه د بحث پر ځای باید دا یادونه وکړو چې د کرېکټ د نويو قوانینو پر بنسټ اوس په یو ورځنیو لوبو کې دوه نوي توپونه کارول کېږي، او دا په دې معنا ده چې یو توپ له ۲۵ اورونو زیات نه زړېږي او بله دا چې اوس یو بل توپ نیونکی باید دایرې کې دننه ودرېږي".

د آی سي سي اجرایوي مشر ریچرډسن وویل عصري بېټونه "توپوهونکو ته غیر عادلانه ګټه ورکوي" ځکه اوس ډېری خراب یا ناسم شاټونه هم شپږیزې کېږي.

د تېر کال جولای میاشت کې د کرېکټ د قوانینو جوړونکې ادارې ایم سي سي په یوه غونډه کې پرېکړه وشوه چې د بېټ د غټوالي په تړاو قانون کې بدلون نه راوړل کېږي.

ايم سي سي ویلي دوی به د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام سیالیو کې د بېټ د غټوالي چاره څاري. په دغو سیالیو کې باونډرۍ (د څلوریزو او شپږیزو پولې) ان تر ۸۰ مترو پورې غځول شوې دي.

د یو ورځنیو کرېکټ لوبو ریکارډ ماتونکي:

  • د سوېلي افریقا توپوهونکي ای بي ډیویلیرز د ۲۰۱۵ کال جنورۍ میاشت پر ۱۸مه د ویسټ انډیز پر وړاندې یوازې پر ۳۱ توپونو تر ټولو تېزه سلیزه ووهله.
  • د هند روهیت شرما په یو ورځنیو کرېکټ لوبو کې یوازینی او لومړی توپوهونکی دی چې په یوه لوبه کې یې ۲۵۰ منډې پوره کړې دي. نوموړي د ۲۰۱۴ کال د نومبر په میاشت کې د سریلنکا پر وړاندې په یوه لوبه کې په یوازې سر ۲۶۴ منډې وکړې.