افغان کریکټ ملي لوبډلې ته ۵ نجونې غوره شوې

د لومړي ځل لپاره د لوېديځ هرات ولایت له ښځینه کریکټ لوبډلې نه پنځه نجونې د کریکټ ملي لوبډلې ته غوره شوې دي. په وروستیو کلونو کې کریکټ افغانستان کې ګڼ مینه وال پیدا کړل او افغان کریکټ لوبغاړو نړیوالو لوبو ته لاره وکړه.‌

په هرات کې د کریکټ روزونکي وايي، دا نجونې کولی شي د کریکټ ښځینه ملي لوبډلې نیمګړتیاوې پوره کړه.‌

په هرات کې زموږ همکار محمد قاضي زاده پخپل راپور کې وايي، د هرات نرمو او سختو توپ وهنو په لوبو (کریکټ،‌ والیبال،‌ فوټبال) کې شاوخوا شپږ سوه زلمیان او نجونې فعالیت لري‌، خو هرات کې د نجونو د کریکټ شپږ لوبډلې دي.

که څه هم نجونو ته هرات کې د کریکټ لوبې ډېرې اسانتیاوې نه شته، خو بیا یې هم وکړای شو چې ملي لوبډلې ته یې پنځه لوبغاړې لاره ومومي.

د افغانستان په دودیزه ټولنه کې ګنې کورنۍ نه غواړي چې نجونې یې له کور بهر په لوبو کې برخه ولري.

د هرات د کریکټ مشر نور محمد نیازی وايي، هرات کې اوسمهال له کریکټ‌ سره د مینه والو کچه لوړه شوې ده.

د هرات په څېر د هېواد په ګڼو نور لیرو سیمو کې د کریکټ مینه وال پخپل شخصي لګښت د لوبو لپاره ځانونو ته اسانتیاوې برابروي.

پر کریکټ بورډ دا نیوکه کېږي، چې ولایتونو کې د کریکټ لوبې مینه وال ډېر نه هڅوي او ددغې لوبې د غوړېدا لپاره لازمې اسانتیاوې نه ورته برابروي.