سلاون سکیلیزیچ د افغانستان فوټبال لوبډلې نوی روزونکی

بوسنیا الاصله جرمنی سلاون سکیلیزیچ د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې روزونکی ټاکل شوی دی.

نوموړی کابل ته له رسېدا وروسته د دوشنبې په ورځ د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د مشرانو په یوه غونډه کې معرفي شو.

سلاون سکیلیزیچ چې په اصل کې د بوسنیا دی، خو په جرمني کې د فوټبال په برخه کې اوږده تجربه لري.

دغه ۴۳ کلن روزونکی د جرمني په ګڼو لوبډلو کې روزونکی تېر شوی دی.

د افغانستان د فوټبال مخکینی روزونکی یوسف کارګر څو ورځې مخکې د ناپېژاندو وسله والو له خوا په چړو ووهل شو او سخت ټپي شوی و چې بیا وروسته د درملنې لپاره هند ته ولېږدول شو.‌

د افغانستان د فوټبال فدراسیون مشر کرام الدین کرام وویل، د ښاغلي کارګر ټپي کېدو د نوي روزنکي پر ګومارلو کوم اغېز نه درلود، بلکې له څو میاشتو راهیسې له سلاون سکیلیزیچ سره په اړیکه کې وو چې بالاخره په وروستیو کې موافقې ته سره ورسېدل.

په راتلونکي کال کې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله له نژدې ۲۰ دوستانه رسمي سیالیو سره مخامخېدونکې ده.‌

سلاون سکیلیزیچ وویل، غواړي د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د اروپايي لوبډلو سیاله وګرځوي.

نوموړي وویل، خپلې لوبډلې ته به د ښو تمرینونو فرصت برابر کړي او له هېواده بهر به دې لوبډلې ته تکړه لوبغاړي راجذب کړي.

د هوکړې له مخې،‌سلاون سکیلیزیچ به د پنځو کلونو لپاره د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې روزونکی وي.