د افغانستان ښځینه بایسکل ځغلونکې: د نړۍ تر ټولو کم سارې لوبډله؟

Image caption د بایسکل ځغلونې ښځینه لوبډله د کابل په څنډو کې په اوونۍ کې درې ورځې تمرین کوي.

ښايي د نړۍ تر ټولو کم سارې سپورتي لوبډله، د افغانستان ښځینه بایسکل ځغلونکو ټیم اوونۍ کې درې ځلې د پلازمېنې کابل شمال څنډو پر هغو سړکونو تمرین کوي چې کار ورنه نه اخیستل کېږي.

دوی د ښار په هغې برخې کې چې اکثریت کورونه یې خټین دي، له یوه شخصي کوره، چې دننه په کې د اوبو یو پمپ هم شته، خپل سایکلونه پر لاره له ویالو پورې باسي. دغه کور د افغانستان د یوازینې مسلکي بایسکل ځغلونکي عبدالصادق ملکیت دی.

هغه د خپلې لور له روزنې پیل وکړ او کله چې یې لور له هېواده بهر سیالیو کې بریا تر لاسه کړه، نو لوبډله یې جوړه کړه.

مرستیاله یې مریم مرجان په ښوونځیو ګرځي او ګوري چې که کومه نجلۍ د لوبډلې غړیتوب ته چمتو شي.

خو اوس هم چې په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو حکومت له نسکورېدو وروسته څو کلونه پرمختګ شوی، هغه د نویو لوبغاړو په موندنې کې له سختو خنډونو سره مخامخه ده.

دا نجونو کې له سپورت سره د لیوالتیا د لږوالي له کبله نه، بلکې په یوه دودیزه ټولنه کې د هغو دودونو له امله، چې ډېری سیمو کې یې لا هم مېرمنې له نارینه خپلوانو پرته له کوره بهر ته نه شي وتلای.

افغانې کورنۍ سترې وي. اغلې مرجان وايي: "افغانستان کې کورنۍ یوازې تر پلاره محدودې نه وي بلکې د نجونو ورور یا ښايي تره یې مخه ونیسي. کورنۍ کې یې تل یو نه یو کس مخالفت کوي".

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د روزونکي مرستیاله مریم مرجان کابل کې تل د نویو لوبغاړو په لټه کې وي.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption خو د هغو ښځو پر وړاندې چې لوبېدو ته لېواله دي ډېر خنډونه شته.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption مشر روزونکي ته څو ځلې ګواښونه شوي دي او ځینې کورنۍ هم نجونو ته اجازه نه ورکوي.

د لوبډلې دوې غړې، ۱۸ کلنه معصومه او ۱۷ کلنه زراب خوېندې دي. دوی وايي پلار او ورور یې اجازه ورکړې خو زراب وايي، دا هم ورته مالومه ده چې ترونو یې پلار ته شکایت کوي.

نوموړې وویل: "دوی به موږ ته مخامخ هېڅکله څه و نه وايي، خو پلار ته مو زموږ د لوبې په اړه بدې خبرې کوي".

مشر روزونکی عبدالصادق څو ځلې ګواښل شوی او دا وروستیو کې وهل ډبول شوی هم دی.

خو کله چې نجونو د هغه د ګاډي پر سر خپل سایکلونه د یوې بلې ورځې تمرین لپاره بار کړي وو، پر سړک ولاړو ټولو نارینه ګاونډیانو یې ویل چې دوی ورسره ستونزه نه لري.

خورا ډېره لېوالتیا

دغه بایسکلونه د نړۍ د پیاوړو لوبډلو له باستندرده بایسکلونو سره خورا ډېر توپیر لري او ښاغلی صادق پوهیږي چې دوی لا هم په مهمو نړیوالو سیالیو کې د لوبېدو لپاره لوی واټن په مخ کې لري.

خو لوبډلې یې لا له وړاندې د سیمې په کچه لوبو کې برخه اخیستې او د پاکستان او بنګله دېش په څېر هېوادونو ته یې ماتې هم ورکړې دي.

د هغه یوه لویه ستونزه په لوبډله کې د روزل شویو لوبغاړو ساتل دي ځکه افغانستان کې ډېری کسان تر ۲۰ کلنۍ واده کوي او بیا لوبډله پرېږدي.

خو تل نوې څېرې رامخته کېږي او د لوبډلې د روزنې د بهیر د لیدو لپاره راځي. دغه نوي لوبغاړي لوبه له صفره پیلوي چې څنګه باید په بایسکل څپاره شي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption یوه ستره ستونزه له واده وروسته په لوبډله کې د روزل شویو لوبغاړو ساتل دي.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption خو له ستونزو سربېره دغې لوبډلې د سیمې په کچه د پاکستان او بنګله دیش لوبډلو ته ماتې ورکړې دي.

د لوبډلې یوه نوې غړې ۱۶ کلنه ژیلا وايي: "موږ غواړو سایکلونه وځغلوو، ځکه غواړو یو ورځ اتلان شو."

کلونه وروسته سږ ژمی ډېر معتدل او وچ دی ځکه نو نجونې له کوم خنډ پرته تمرین کوي او پلان لري چې په پسرلي کې به د تمرین لپاره غرنیو سیمو ته ځي.

دوی دغه لوبه په ډېره لېوالتیا او جذبه کوي.

د روزونکي مرستیاله مرجان وايي: "موږ وایو چې ښځې باید په کور نه کښینې، بلکې بهر راووځي او لوبې وکړي".

۱۸ کلنې زینب وویل، هیله یې دا ده چې وکولی شي په یوازې سر پر سړکونو د ځورونې له ډار پرته بایسکل وځغلوي.

هغې وویل: "زما ارزو دا ده او زه هیلمنه یم چې یوه ورځ به نجونو ته له روزونکي یا بل کس پرته پر سړکونو د بایسکل چلولو اجازه ورکړل شي او دوی به ستونزې و نه لري."

ورته مطالب