په تمریني لوبه کې زمبابوې سریلنکا ته ستره ماته ورکړه

Image caption د زمبابوې همېلټن مساکډزا پر ۱۱۹ توپونو ناسوځېدلې ۱۱۷ منډې وکړې.

د کرېکټ ۲۰۱۵ کال نړیوال جام سیالیو لپاره په تمریني لوبو کې نن (فبرورۍ ۱۱مه) زمبابوې په حیرانونکي ډول سریلنکا ته په ۷ وېکټو ماته ورکړه.

زمبابوې د همېلټن مساکډزا د سلیزې په ةت د سریلنکا له لورې ټاکل شوی د ۲۸۰ منډو هدف په اسانۍ په ۴۶م اوور کې د ۳ وېکټو په سر پوره کړ.

لومړی بیټنګ سریلنکا وکړ او د ځوان لوبغاړي دېموت کرونارتنې جیون مینډیس د پنځوسیزو په مټ یې په ۵۰ اورونو کې یې پر ۸ وېکټو ۲۷۹ منډې وکړې.

د زمبابوې له خوا سین ویلیمز په ۱۰ اورونو کې یوازې د ۳۵ منډو په بدل کې ۳ وېکټې واخیستې.

په بیټنګ کې زمبابوې د مساکډزا د شاندارې ناسوځېدلې سلیزې او د برېنډن ټېلر او شان ویلیمز د پنځوسیزو په مټ ټاکل شوی هدف د ۴۶م اوور پر دوهم توپ پوره کړ.

په بله تمریني لوبه کې بیا د دوو پیاوړو لوبډلو نیوزیلنډ او سویلي افریقا تر منځ لوبه نیوزیلنډ په اسانۍ وګټله.

Image caption د سویلي افریقا توپوهونکي د نیوزیلنډ د تېز بالر ټرېنټ بولټ په مخ کې مقاومت و نه شو کړای.

د نیوزیلنډ د ۳۳۱ منډو په ځواب کې د سویلي افریقا ټوله لوبډله پر ۱۹۷ منډو وسوځېده.

د نیوزیلنډ له لورې برېنډن میککلم او کېن ویلیمسن چټکې سلیزې ووهلې. د دوی تر څنګ راس ټېلر او نېتن میککلم هم د پام وړ بیټنګ وکړ.

په ځواب کې د سویلي افریقا توپوهونکي د نیوزیلنډ د تېز بالر ټرېنټ بولټ په مخ کې مقاومت و نه شو کړای.

نوموړي د ۵۱ منډو په بدل کې ۵ وېکټې واخیستې چې له کبله یې د سویلي افریقا ټوله لوبډله په ۴۵م اوور کې پر ۱۹۷ منډو وسوځېده او لوبه یې د ۱۳۴ منډو په ستر توپیر وبایلله.

د انګلستان او پاکستان تر منځ تمریني لوبه بیا خورا په زړه پورې او تر وروستیو اورونو هم څرګنده نه وه چې کومه لوبډله به بریالۍ شي.

Image caption پاکستان د لوبډلمشر مشر مصباح الحق د ناسوځېدلو ۹۱ منډو په مټ انګلستان ته ماته ورکړه.

انګلستان په ۵۰ اورونو کې د جو روټ د ۸۵ منډو او ګېري بلنس د پنځوسیزې په مټ پر ۸ وېکټو ۲۵۰ منډې وکړې.

د پاکستان له لورې ورو توپ اچونکي یاسر شاه ۳ او سهیل خان ۲ وېکټې واخیستې.

په ځواب کې د پاکستان توپوهونکو یو مهال پر ۷۸ منډو ۴ لوبغاړي له لاسه ورکړي خو لوبډلمشر مصباح الحق او عمر اکمل پیاوړی بیټنګ پیل کړ او لوبډلې منډې یې په ۴۵م اوور کې ۲۱۱ ته ورسولې.

اکمل پر ۶۵ منډو وسوځېد خو مصباح تر پایه ودرېد، ناسوځېدلې ۹۱ منډې یې وکړې چې په مټ یې پاکستان ټاکل شوی هدف په ۴۹ اوور کې د ۶ وېکټو په بدل کې پوره کړ.

ورته مطالب