ایرلنډ بنګله دیش ته پر څلورو وېکټو ماته ورکړه

د انځور حقوق AFP
Image caption د ایرلنډ ایډ جایس ۴۷ ارزښتناکه منډې وکړې او د خپلې لوبډلې په بریا کې یې مهم رول ولوباوه.

د ۲۰۱۵ کال کرېکټ نړیوال جام اتلولیو نه مخکې تمریني لوبو کې د پنجشنبې پر ورځ (فبرورۍ ۱۲مه) ایرلنډ بنګله دیش ته ماته ورکړه او سکاټلنډ له ویسټ انډیز نه یوازې د دریو منډو په توپیر لوبه وبایلله.

د تمې په خلاف ایرلنډ د کرېکټ نړیوالې شورا (آی سي سي) بشپړ غړیتوب لرونکي هېواد بنګله دیش ته په آسانۍ پر ۴ وېکټو ماته ورکړه.

د لوبې پچه د ایرلنډ کپتان ویلیم پورټرفیلډ وګټله او لومړی یې بنګله دیش ته د بیټنګ بلنه ورکړه.

بنګله دیش له پیله بیټنګ کې ستونزې درلودې او په ۲۴ اورونو کې یې پر ۸۸ منډو ۳ وېکټې له لاسه ورکړې.

دغو ستونزو تر پایه دوام درلود او د بنګله دیش ان یوه توپوهونکي هم پنځوسیزه پوره نه شوه کړای.

د ایرلنډ بالرانو پیاوړې توپ اچونه وکړه او سیاله لوبډله یې په ۴۹م اوور کې یوازې پر ۱۸۹ منډو وسوځوله.

جان موني او مکس سورینسن د بنګله دیش ۳، ۳ لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې ایرلنډ هم شېبه په شېبه وېکټې له لاسه ورکولې خو د انډي بلبېرین د ۶۳ ناسوځېدلو منډو په مټ یې ټاکل شوی هدف په ۴۷م اوور کې پر ۱۹۰ منډو پوره کړ.

بله لوبه کې د سکاټلنډ نسبتا ضعیفې لوبډلې په پرتلیز ډول پیاوړي سیال ویسټ انډیز سره په زړه پورې لوبه وکړه خو میچ یې یوازې د دریو منډو په توپیر بایلود.

ویسټ انډیز لومړی بیټنګ وکړ او د ۹ وېکټو په سر یې خورا ډېرې ۳۱۳ منډې یې جوړې کړې.

په دغو منډو کې د وېکټ ساتونکي دېنېش رامدېن ۸۸ او د لینډل سیمنز چټکې ۵۵ منډې د پام وړ وې.

داسې ښکارېده چې سکاټلنډ به د دومره ډېرو منډو فشار په ځان و نه شي منلی او توپوهونکي به یې ژر ژر وسوځېږي.

خو د دوی د سر بیټسمین کایل کوټزر ښکلې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او پر ۱۰۶ توپونو یې ۹۶ منډې وکړې. د ده تر څنګ ریچي برینګټن هم پنځوسیزه ووهله.

سکاټلنډ په وروستي اوور کې د ګټې لپاره ۱۲ منډو ته اړتیا درلوده خو د ویسټ انډیز له منډو یوازې ۳ منډې شاته پاتې شول.

یاده دې وي چې سکاټلنډ د نړیوال جام په رسمي لوبو کې افغانستان سره په یو ګروپ کې دی او له نننۍ لوبې داسې ښکاري چې دوی به له ملي لوبډلې سره هم سخته سیالي وکړي.

ورته مطالب