کرېکټ:افغانستان متحدو عربي اماراتو ته ماتې ورکړه

Image caption ملي لوبډله به د نړیوال جام سیالیو خپله لومړۍ لوبه د فبرورۍ پر ۱۸مه (چارشنبه) د بنګله دیش پر وړاندې ترسره کړي.

افغانستان له متحدو عربي اماراتو نه د ۱۴ منډو په توپیر سره تمریناتي لوبه وګټله.

د کرېکټ له نړیوال جامه مخکې وارم اپ یا تمریناتي لوبو کې د افغانستان او متحدو عربي اماراتو تر منځ د جمعې ورځې لوبې کې افغانستان لومړی بېټینګ یا توپوهنه وکړه.

افغانستان په ټاکلو پنځوسو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره درې سوه اته منډې جوړې کړې.

د لوبې په پای کې د افغانستان رن رېټ ۶ اعشاریه شپاړلس و. خو متحدو عربي اماراتو د لوبې تر ۱۳ اووره پورې رن رېټ شپږ اعشاریه ۲۳ ته ورساوه، چې د افغانستان له مجموعي رن رېټه یې کچه یو څه زیاته وه.

د متحدو عربي اماراتو اوپنرانو چټکه لوبه وکړه او په ۱۴ اوور کې یې د یوه لوبغاړي په سوځېدو سره پنځه اتیا منډې تر لاسه کړې.

د لوبې د پای په شېبو کې بیا البته د متحدو عربي اماراتو لوبډلې د رن رېټ کچه وغورځېده، چې په دې توګه د لوبې د رون رېټ هغه کچه چې دوی باید تر لاسه کړې وای، په اووه څلوېښتم اوور کې چې دوی اووه لوبغاړي له لاسه ورکړل اته اعشاریه ۳۳ ته ورسېده.

له دې مخکې د افغانستان د کرېکټ لوبډلې د ۲۰۱۵ کال د نړیوال جام سیالیو له پیل نه وړاندې په خپله لومړنۍ تمریناتي لوبه کې له هند نه د ۱۵۳ منډو په توپیر ماتې خوړلې وه.

هند په هغه لوبه کې۵۰ اورونو کې افغانستان ته د ګټې لپاره د ۳۶۵ منډو هدف ټاکلی و، چې خورا لوړ هدف بلل کېده. افغانستان هغه لوبه کې په ټاکلو شویو ۵۰ اورونو کې پر ۸ وېکټو ۲۱۱ منډې جوړې وې او دغه راز یې لوبه پر ۱۵۳ منډو بایللې وه.

ملي لوبډله به د نړیوال جام سیالیو خپله لومړۍ لوبه د فبرورۍ پر ۱۸مه (چارشنبه) د بنګله دیش پر وړاندې ترسره کړي.