نوي زیلنډ او استرالیا سري لانکا او انګلستان ته ماتې ورکړه

د انځور حقوق AFP
Image caption د نوي زیلنډ کوري انډرسن ۷۵ منډې وکړې.

د ۲۰۱۵ کال کریکټ نړیوالو سیالیو په لومړۍ پرانیستې سیالۍ کې کوربه هېواد نوي زیلنډ سریلانکا ته په ۹۸ منډو ماتې ورکړه. کوربنې استرالیا هم انګلستان مات کړ.‌

نوي زیلنډ ۳۳۱ منډې وکړې، شپږ لوبغاړي یې وسوځېدل،‌ خو سري لانکا بیا په ۴۶،۱ اوورونو کې ۲۳۳ منډې وکړې،‌ خو بریا یې په برخه نه شوه.‌

د نوي زیلنډ کوري انډرسن ۷۵ منډې وکړې.

سري لانکا په ۱۹۹۶ کال نړیوالو سیالیو کې بریا ترلاسه کړې وه،‌ او پایلوبو ته یې ځان رسولی و.

په دغو سیالیو کې د ۱۴ هېوادونو لوبډلې لوبېږي، چې پر دوو برخو وېشل شوي دي.

په الف لوبډله کې افغانستان، استرالیا،‌ انګلستان،‌ سري لانکا، نوی زیلنډ،‌ بنګله دېش او سکاټلنډ او په ب ګروپ کې پاکستان، هندوستان،‌ویسټ انډیز،‌ زمبابوې، سوېلي افریقا،‌ آیرلنډ او متحده عربي امارات لوبېږي.

دغه سیالۍ چې د شنبې په ورځ‌‌ (فبروري ۱۴ په استرالیا او نوي زیلنډ کې پیل شوې، کوربه هېواد نوي زیلنډ مېلمه سري لانکا او کوربنې استرالیا انګلستان ته ماتې ورکړې.

د سیالیو په لړ کې به ۴۹ لوبې کېږي.‌

له ګروپي سیالیو وروسته به له هرې کتګورۍ نه څلورـ څلور غوره لوبډلې بل پړاو ته لاره مومي،‌ بایلونکې لوبډلې به نیمه پای لوبو ته لاره پیدا کوي.

افغانستان په لومړي ځل په کریکټ نړیوالو سیالیو کې ګډون کوي.

افغانستان د فبرروۍ پر ۱۸ (سلواغه ۲۹) خپله لومړۍ لوبه د استرالیا کنبیرا ښار کې له بنګله دېش سره لري.

وړاندې افغانستان تر نړیالو لوبو پیلېدا مخکې په استرالیا کې څلور تمریناتي لوبې وکړې چې درې یې وګټلې او یوه یې وبایلله.

د انځور حقوق BBC World Service

ورته مطالب