کرېکټ: د لفظي شخړې له امله دوه لوبغاړي جريمه شول

د انځور حقوق bbc
Image caption د کرېکټ نړېوالې ادراې مشر ډېوېډ رېچرډسن له نړيوالو اتلوليو مخکې روښانه کړې وه چې د زياتو لفظي شخړو له کبله به لوبغاړي جريمه کېږي

د کرېکټ نړيوالې ادارې د نړيوالو اتلوليو پر مهال يوه لوبه کې د لفظي شخړې پر سر د وېسټ انډيز او ايرلنډ دوه لوبغاړي جريمه کړي دي.

د کرېکټ نړيوالې ادارې په وينا دغو دواړو لوبغاړو د کرېکټ له قانون سرغړونه کړې ده.

د کرېکټ نړيواله اداره وايي دواړه لوبغاړي به د لوبې فيس ۳۰ سلنه د جريمې په توګه ورکوي.

ويل کېږي دغه لفظي شخړه په نيوزلينډ کې د وېسټ انډيز او ايرلنډ تر منځ لوبې پر مهال پېښه شوه.

د کرېکټ نړيواله اداره وايي د وېسټ انډيز ډرن سامي له توپ وهلو وروسته ښکنځلې وکړې چې ناستو کتوونکو اورېدلې وې.

له دې وروسته د ايرلنډ توپ وهونکي له خوا د توپ لوېدلو له کبله بد او رد ويلي وو.

د کرېکټ نړيواله اداره وايي دوی لګېدلې جريمه منلې ده.

ايرلنډ په دې لوبه کې وېسټ انډيز ته په څلورو وېکټو ماته ورکړه.

د کرېکټ نړيوالې ادارې مشر ډېوېډ رېچرډسن د ۲۰۱۵ کال له نړيوالو اتلوليو مخکې روښانه کړې وه چې د زياتو لفظي شخړو له کبله به لوبغاړي جرمانه ورکوي او کېدای شي له لوبو منع شي.