کریکټ‌ نړیوال جام:‌ ایرلنډ ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه

د انځور حقوق Getty
Image caption ویسټ انډیز د ۱۹۷۵ او ۱۹۷۹ نړیوال جامونه ګټلي دي. خو ایرلنډ بیا تېر کې د نړیوال جام سیالیو کې پاکستان او انګلستان لوبډلو ته په ماتې ورکولو بریالی شوی دی.

د کرېکټ نړیوال جام سیالیو په بي ګروپ کې ایرلنډ ویسټ انډیز ته په څلورو وېکټونو ماتې ورکولو سره دغو سیالیو کې لومړۍ بریا تر لاسه کړه.

دغه لوبه کې، چې د نیوزلنډ نیلسن ښار په سیکسټن فیلډ کرېکټ لوبغالي کې تر سره شوه، ایرلنډ ته د ۳۰۵ منډو هدف ټاکل شوی و، چې لوبډلې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۶ اوور کې تر لاسه کړ.

دا لومړی ځل دی، چې اوسنیو نړیوال جام سیالیو کې یوه لوبډله ټاکلي هدف ته رسیږي.

د کریکټ‌ نړیواله اتلولي - ځانګړې پاڼه

د ایرش لوبډلې لومړنیو یا ټاپ ارډر لوبغاړه خورا په زړه پورې لوبه وکړه.

ویلیم پوټر فیلډ او پال سټرلنګ د ایرلنډ له لوري لوبه پیل کړه او د لومړي لوبغاړي له سوځېدو مخکې یې په شریکه ۷۱ منډې جوړې کړې. د عامو بالرانو له نابریالیتوبه وروسته ویسټ انډیز لوبډلمشر توپ کرس ګیل ته ورکړ، چې د ویلیم پورټر فیلډ له سوځولو سره یې دغه ګډون پای ته ورساوه.

خو له دغه زیانه وروسته هم ایرش لوبغاړو په بشپړ باور سره لوبه روانه وساتله.

د پوټر فیلډ له سوځېدو وروسته یې ملګري پال سټرلنګ د دویم وېکټ له غورځېدو مخکې له ایډجوایس سره په ملګرتیا د منډو شمېر ۱۰۶ ته ورساوه. خو سټرلنګ و نه توانید سلیزه بشپړه کړي.

نوموړی د نړیوال جام سیالیو بهیر کې د ( نروس ناینټیز ) لومړی ښکار بلل کېږي، چې د اتو منډو لږوالي له کبله د سلیزې له بشپړولو پاتې شو. نوموړی د مارون سیمویلز په لاس له لوبغالي بهر شو.

د دریو نورو لوبغاړو له لاسه ورکولو وروسته ایرلنډ ټاکلي هدف ته ورسېد. نیل د هدف تر لاسه کولو پر مهال نیل اوبران له ۷۹ منډو سره په لوبغالي کې ولاړ و.

له دې مخکې ټاس یا پچه ایرلنډ وګټله او ویسټ انډیز ته یې د لوبې بلنه ورکړه، چې د ۷ ویکټونو په زیان یې ۳۰۴ منډې جوړې کړې.

د انځور حقوق AP
Image caption له دې مخکې ټاس یا پچه ایرلنډ وګټله او ویسټ انډیز ته یې د لوبې بلنه ورکړه، چې د ۷ ویکټونو په زیان یې ۳۰۴ منډې جوړې کړې.

د ویسټ انډیز لینډل سمنز د نړیوال جام سیالیو کې څلورم لوبغاړی دی، چې سلیزه بشپړوي. دې سره دغه لوبه پنځمه هغه ده، چې پکې لومړی لوبېدونکې لوبډله له ۳۰۰ ډېرې منډې جوړوي.

ویسټ انډیز د ۱۹۷۵ او ۱۹۷۹ نړیوال جامونه ګټلي دي. خو ایرلنډ بیا تېر کې د نړیوال جام سیالیو کې پاکستان او انګلستان لوبډلو ته په ماتې ورکولو بریالی شوی دی.

ورته مطالب