بنګله دیش افغانستان ته د ۲۶۸ منډو هدف ټاکلی

Image caption شاهپور ځدران په ۷ اورونو کې د ۲۰ منډو په بدل کې ۲ وېکټې واخیستې.

افغانستان د نړیوال جام په خپله لومړۍ لوبه کې د بنګله دیش لوبډله ۲۶۷ منډو ته محدوده کړه.

د لوبې پچه بنګله دیش وګټله او لومړی یې د بیټنګ پرېکړه وکړه.

په نننۍ لوبه کې افغانستان دولت ځدران او عثمان غني نه وو لوبولي.

د افغان لوبډلې پخواني روزونکي کبیر خان په دې اړه له بي بي سره په خبرو کې وویل که دولت ځدران له فزیکي پلوه لوبې ته چمتو و نو باید د افتاب عالم پر ځای دی لوبېدلی وای.

پیل کې افغان تېز بالرانو حمید حسن او شاهپور ځدران په زړه پورې بالنګ وکړ او تر ۱۵ اورونو یې سیاله لوبډله ۵۰ منډو جوړولو ته پرېنښوده.

بنګله دیش لومړۍ وېکټه پر ۴۷ او دوهمه پر ۵۲ منډو له لاسه ورکړه. دغه داوړه وېکټې میرویس اشرف واخیستې.

ورپسې دوه لوبغاړي سومیا سرکار او محمد الله د شاهپور ځدران په بالنګ وسوځېدل.

Image caption حمید حسن هم ۲ وېکټې واخیستې خو په لسو اورونو کې یې ۶۱ منډې ورکړې.

په ۳۰م اوور کې بنګله دیش ۱۱۹ منډې کړې وې او ۴ لوبغاړي یې سوځېدلي وو.

دغه مهال د بنګله دیش کپتان مشفیق الرحیم او بل تکړه توپوهونکی شکیب الحسن بیټنګ ته راغلل او خپل لوبډله یې له ستونزو وژغورله.

شکیب پر ۵۱ توپونو ۶۳ او مشفیق پر ۵۶ توپونو ۷۱ منډې وکړې. دواړو په ملګرتیا کې ۱۱۴ منډې وکړې.

د شکیب او مشفیق د ملګرتیا په مټ بنګله دیش په ۵۰ اورونو کې ۲۶۷ منډې جوړې کړې.

ښاغلي کبیر د بنګله دیش د منډو په اړه وویل: "افغان بالرانو پیل کې د بنګله دیش توپوهونکي تر ډېر فشار لاندې نیولي وو او که تر پایه یې ښه بالنګ کړی وای نو سیالې لوبډلې باید له ۲۳۰ ډېرې منډې نه وای کړی".

نوموړی وايي افغانان باید هڅه وکړي چې پنځوس اورونه پوره ولوبوي ځکه د استرالیا پر پیچونو تر اوسه تر ۳۰۰ منډو هدف هم نورو لوبډلو پوره کړی نو افغانان کولی شي د بنګله دیش ټاکل شوی هدف لاسته راوړي.

ورته مطالب