فوټبال: لېورپول ساوتمپټن ته ماته ورکړه

د انځور حقوق Reuters
Image caption فېليپي کوټینو د لېورپول لپاره د لوبې په درېیمه دقیقه کې لومړی ګول وکړ.

د انګلستان د فوټبال غوره لیګ په سیالیو کې د یکشنبې په ورځ (فبروري ۲۲)درې لوبې ترسره شوې.

لومړۍ لوبه د ټاټنم او وېسټ هام تر منځ وشوه او ۲-۲ مساوي شوه.

د وېسټ هام لوبډله د لوبې تر ۸۰مې دقیقې ۲-۰ مخته وه خو په وروستیو ۱۰ دقیقو کې ټاټنم دوه ګوله وکړل او لوبه یې ۲-۲ مساوي پای ته ورسوله.

د ټاټنم له لوري د دوی تکړه بریدګر لوبغاړي هري کین یو وار بیا ګول وکړ.

دویمه لوبه چې د اېورټن او لېسټر تر منځ وشوه هم ۲-۲ برابره پای ته ورسېده.

لېسټر د نمرو په جدول کې تر ټولو وروستۍ لوبډله ده او د پورته راتلو لپاره لوبو ګټلو ته اړتیا لري.

درېیمه لوبه لېورپول له ساوتمپټن نه وګټله او په دې ډول یې د نمرو په جدول کې شپږم مقام ته ځان پورته کړ.

لېورپول خپلې سیالې لوبډلې ته ۲-۰ ماتې ورکړه.

د لېورپول له لوري د دوی تکړه بریدګر لوبغاړ کوټینو او رحیم سټرلېنګ یو یو ګول وکړ.

د انګلستان د فوټبال غوره لیګ د نمرو په جدول کې دا مهال چلسي په لومړي مقام کې ځای لري او مانچېسټر سټي ورپسې په دویم نمبر ده.

ورته مطالب