د ميرويس پر ځاى شفيق استراليا ته ځي

د انځور حقوق Getty
Image caption ميرويس اشرف له بنگله دېش سره د سر دوه لوبغاړي وسوځول او له سرېلنکا سره يې ملا خوږ شوه.

بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته يوې سرچينې وويل چې د افغانستان تکړه بالر ميرويس اشرف له سرې لنکا سره د لوبې پر وخت د ټپي کېدا له امله له سياليو وتلى دى.

ميرويس اشرف په ملا کې د درد له امله نور په روانو اتلوليو کې لوبه نه شي کولى.

سرچينې وويل کرېکټ بورډ پرېکړه کړې ده چې شفيق الله شفیق به د ميرويس پر ځاى استراليا ته ليږي.

شفيق منډه جوړونکى او ويکټ ساتونکى دى.

دا به په دې مانا وي چې که افغانستان په لوبو کې څلورم تېز بالر غواړي نو ښايي گلبدين نايب ته په لوبډله کې ځاى ورکړي.

گلبدين نايب تر اوسه په لومړنيو دوو لوبو کې برخه نه ده اخيستې.

ميرويس اشرف له بنگله دېش سره د سر دوه لوبغاړي وسوځول او له سرېلنکا سره يې ملا خوږ شوه.

که څه هم له څه درملنې وروسته ميرويس بيرته لوبې ته ورستون شو او بالېنگ يې وکړ خو اوس ويل شوي چې ميرويس په نورو لوبو کې برخه نه شي اخيستلى.

ميرويس اشرف د افغانستان له خوا تر اوسه ٣٠ يو ورځنۍ لوبې کړي دي.

په دغو لوبو کې ده د نژدې ١٥ منډو په اوسط ٢٦٧ منډې کړي دي.

ميرويس اشرف ٢٨ لوبغاړي هم د څه باندې ٣٣ منډو په اوسط سوځولي او د افعانستان يو له تکړه لوبغاړو څخه بلل کېږي.

د کرېکټ ځانګړې پاڼه

د انځور حقوق Getty
Image caption ميرويس اشرف د افغانستان له خوا تر اوسه ٣٠ يو ورځنۍ لوبې کړي دي.

د افغانستان نورې لوبې

د افغانستان بله لوبه د پنجشنبې په ورځ له سکاټلنډ سره ده.

تر هغه وروسته له استراليا، نيوزيلنډ او انگلستان سره لوبې لري.

دا لومړى ځل دى چې افغانستان په نړيوالو اتلوليو کې برخه اخلي.

له سرېلنکا سره د افغانستان لوبې د ډېرو کرېکټ مينه والو زړونه خپل کړل.

د پاکستان د لوبډلې کپتان مصباح الحق د بي بي سي عادل شازيب ته په استراليا کې وويل: له سرېلنکا سره افغانستان ډېره ښه لوبه وکړه، که يې لږ نوره تجربه لرلاى نو سرېلنکا ته يې ماتې ورکولاى شواى.

د کرېکټ ځينو پخوانيو لوبغاړو هم له سرېلنکا سره د افغانستان لوبه ډېره ستايلې وه.

ورته مطالب