افغان کرېکټ لوبډلې خپله بریا د پنجشیر د قربانیانو په نوم کړه

د انځور حقوق Getty
Image caption ولسمشر محمد اشرف غني د یوه ټیلفوني اړیکې له لارې، افغان لوبغاړو ته د لوبې د ګټلو مبارکي وویله او دغه بریا یې د ټول ولس لاس ته راوړنه وبلله.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې له سکاټلند څخه د لوبې له ګټلو سمدستې وروسته، خپله بریا، د هېواد په شمالي ولایتونو کې د واورې د ښوېدو له امله د مړه شوو هېوادوالو په نامه کړه.

د افغان کرېکټ لوبډلې په داسې حال کې د کرېکټ په نړیوال جام کې خپله درېمه لوبه وکړه چې په افغانستان کې واورې ښوېدو ډېر مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د کرېکټ ځانګړې پاڼه

په پنجشیر او بدخشان ولایتونو کې، له درنو اورښتونو وروسته پر استوګن-سیمو واوره را وښوېده چې تر اوسه د څه باندې ۲۰۰ کسانو د مړینې رپوټونه ورکړل شوي دي.

د انځور حقوق EPA

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې چې اوس په نیوزیلنډ کې خپلې بلې لوبې ته ځان چمتو کوي، نن سکاټلنډ ته په وروستي اوور کې ماتې ورکړه. دا د کرېکټ نړیوال جام اتلولۍ په تاریخ کې دافغانستان لومړنۍ بریا ده.

ولسمشر محمد اشرف غني د یوه ټیلفوني اړیکې له لارې، افغان لوبغاړو ته د لوبې د ګټلو مبارکي وویله او دغه بریا یې د ټول ولس لاس ته راوړنه وبلله.

دا د سکاټلنډ دریم ځل دی چې د نړیوالو اتلولیو په سیالیو کې برخه اخلي او په دې درېواړو سیالیو کې یې یوولس لوبې کړي چې یوه یې هم نه ده ګټلې.

افغانستان خپله بله لوبه، د چهارشنبې په ورځ، له کوربه هېواد اسټرالیا سره لري.

ورته مطالب