هند د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته په اسانۍ ماته ورکړه

Image caption اماراتو له پیله تر پایه خرابه لوبه وکړه او د شیمان انور پرته چې ۳۵ منډې یې وکړې نور یو توپ وهونکي هم ښه بیټنګ و نه شو کړای.

د ۲۰۱۵ کال کرېکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې هند د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته په اسانۍ پر ۹ وېکټو ماته ورکړه.

دوی د اماراتو لوبډلې د ۱۰۲ منډو اسانه هدف د یوې وېکټې په تاوان په ۱۹م اوور کې پوره کړ.

لوبه د استرالیا په پرت لوبغالي کې ترسره شوه او لومړی د اماراتو لوبډلې بیټنګ پیل کړ.

خو دوی له پیله تر پایه خرابه لوبه وکړه او د شیمان انور پرته چې ۳۵ منډې یې وکړې نور یو توپ وهونکي هم ښه بیټنګ و نه شو کړای.

د هند نږدې ټولو بالرانو خورا ښه بالنګ وکړ په ځانګړې ډول ورو توپ اچونکي آر اشوین چې د ۲۵ منډو په بدل کې یې ۴ وېکټې واخیستې.

د اشوین تر څنګ تېز بالر اومیش یادف او رویندرا جدېجه ۲،۲ او بونیشور کمار او موهیت شرما ۱،۱ وېکټه واخیسته.

په ځواب کې د هند توپ وهونکو د ۱۰۲ منډو ټاکل شوی هدف په خورا مسلکي ډول لاسته راوړ.

که څه هم دوی د سر لوبغاړ شېکر داون پر ۲۹ منډو له لاسه ورکړ خو دوه نور لوبغاړي روهیت شرما او وېرات کوهلي تر پایه ودرېدل.

روهیت پر ۵۵ توپونو ۵۷ او کوهلي پر ۴۱ توپونو ۳۳ منډې وکړې.

دغه راز هند لوبه د ۹ وېکټو په ستر توپیر وګټله.

دا په نړیوال جام سیالیو کې د هند پرله پسې دریمه بریا وه.

دوی له دریو لوبو اعظمي ۶ نمرې لاسته راوړې دي او منځلوبې ته د وتلو قوي چانس لري.

د هند بله لوبه به د مارچ پر شپږم تاریخ د ویسټ انډیز له لوبډلې سره وي.

بل خوا بیا د متحده عربي اماراتو لوبډلې درې لوبې کړې او درې واړه یې بایللې دي ځکه نو په جدول کې دوی لا تر اوسه هېڅ نمره نه لري.

ورته مطالب