نیوزیلنډ له سختې سیالۍ وروسته استرالیا ته ماته ورکړه

Image caption ټرېنټ بولټ خورا ښه بالنګ وکړ او یوازې یې د ۲۷ منډو په بدل کې ۵ وېکټې واخیستې.

د ۲۰۱۵ کال کرېکټ نړیوال جام په یوې مهمې لوبې کې کوربه نیوزیلنډ له یوې سختې او په زړه پورې سیالې وروسته استرالیا ته په یوه وېکټه ماته ورکړه.

د استرالیا د ۱۵۲ منډو خورا اسان هدف نیوزیلنډ په ډېرو مشکلاتو پر ۹ وېکټو پوره کړ.

د استرالیا کپتان مایکل کلارک د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د بیټنګ پرېکړه وکړه.

د سر توپ وهونکو ارون فینچ او ډېوېد وارنر خورا چټکه او ډاډه لوبه پیل کړه او د خپلې لوبډلې منډې یې یوازې په دوو اورونو کې ۳۰ ته ورسولې.

فینچ پر ۱۴ منډو د نیوزیلنډ تېز بالر ټېم ساوتي په بالنګ وسوځېد.

د دوهمې وېکټې لپاره په بیټنګ کې وارنر او شېن واټسن ملګرتیا پیل کړه.

دوی په ۱۳ اورونو کې د خپلې لوبډلې منډې ۸۰ ته رسولې وې چې واټسن د ورو توپ اچونکي ډینیل ویټوري په توپ وسوځېد.

د دوهمې وېکټې له غورځېدو وروسته د استرالیا بد وخت پیل شو او پاتې وېکټې یې هم پرته له مقاومته ژر ژر له لاسه ورکړې.

Image caption د استرالیا ځوان او تېز بالر میچل سټارک خورا ښه وځلېد او یو اسان هدف یې نیوزیلنډ ته خورا ګران کړ. نوموړي ۲۸ منډې ورکړې او ۶ وېکټې یې واخیستې.

دغه مهال د نیوزیلنډ ټرېنټ بولټ خورا ښه بالنګ وکړ او یوازې یې د ۲۷ منډو په بدل کې ۵ وېکټې واخیستې.

استرالیا پر ۱۰۶ منډو ۹ وېکټې له لاسه ورکړې وې خو پای کې د دوی وېکټ ساتونکي برډ هډن مقاومت وکړ، ۴۳ منډې یې جوړې کړې چې په مټ یې استرالیا خپلې ټولې منډې ۱۵۱ ته ورسولې.

خو د استرالیا ټوله لوبډله یوازې په ۳۲،۲ اورونو کې وسوځېده. په ځواب کې نیوزیلنډ ښه پیل درلود، لومړۍ وېکټه یې پر ۴۰ او دوهمه پر ۷۸ له لاسه ورکړه.

برېنډن میککلم پنځوسیزه ووهله خو له ده وروسته د نیوزیلنډ پاتې لوبغاړو هم ډېر وخت په پیچ تېر نه شو کړای.

د استرالیا ځوان او تېز بالر میچل سټارک خورا ښه وځلېد او یو اسان هدف یې نیوزیلنډ ته خورا ګران کړ. نوموړي ۲۸ منډې ورکړې او ۶ وېکټې یې واخیستې.

نیوزیلنډ پر ۷۹ منډو ۴ او بیا پر ۱۴۶ منډو ۹ لوبغاړي له لاسه ورکړل. لوبه خورا جالبه شوه او څرګنده نه وه چې کومه لوبډله به بریالۍ شي.

خو د نیوزیلنډ تکړه توپ وهونکی کېن ویلیمسن پر وېکټه ولاړ و او خپله لوبډله یې په ۲۴م اوور کې بریا ته ورسوله.

نوموړي پر ۴۲ توپونو ناسوځېدلي ۴۵ منډې وکړې.

ورته مطالب