نيو زيلنډ: افغان کرېکټ گوته په غاښ کړي يوو

Image caption د نيوزيلنډ روزونکى وايي له استراليا سره به د افغانستان د لوبې پر وخت موږ پر افغان لوبغاړو پام کوو چې هغه ډول ورته چمتووالى ونيسو.

د کرېکټ په نړيوالو اتلوليو کې دويم کوربه هېواد نيوزيلنډ د افغانستان پر لوبډلې خبرې کړې دي.

د نيوزيلنډ روزونکي مايک اېسن وايي د افغان لوبډلې پوره درناوى کوي.

ښاغلي اېسن ټيگار کړى چې له افغانستان سره په سيالۍ کې به لوبه عادي نه گڼي او په پوره پام به ورسره لوبه کوي.

مايک اېسن په ٢٠١١ او ٢٠١٢ کال کې د کېنيا روزونکى و او هغه وخت يې له افغانستان سره لوبې کړي دي.

دى به د يکشنبې په ورځ ( د مارچ اتمه) په نېپير کې له افغانستان سره په لوبه کې د نيوزيلنډ د لوبډلې روزونکى وي.

له رسنيو سره په خبرو کې ښاغلي اېسن وويل:

" افغانستان درې داسې تېز بالران لري چې في ساعت تر ١٤٠ کيلومتره چټک بالېنگ کوي او د توپ خوځولو توان هم لري."

دۀ د دولت ځدراڼ، حميد حسن او شاپور ځدراڼ يادونه کوله او ويل يې:

"افغان منډه جوړونکي هم بې ځايه نه وي لگيا نو په دې حساب به يې له نيوزيلنډ سره سيالي ښه وي. موږ به يې پوره درناوى کوو او هيله به مو دا وي چې ښه لوبه ورسره وکړو."

نيوزيلنډ په روانو اتلوليو کې خپلې څلور سره لومړنۍ لوبې گټلي دي.

دوى په لومړنۍ لوبه کې سرېلنکا ته په دويمه کې سکاټلنډ، دريمه کې انگلستان او څلورمه کې استراليا ته ماتې ورکړه او منځلوبو يا کواټر فاينل ته يې لار وموندله.

د انځور حقوق Getty
Image caption ښاغلي اېسن ټيگار کړى چې له افغانستان سره په سيالۍ کې به لوبه عادي نه گڼي او په پوره پام به ورسره لوبه کوي.

افغانستان په خپلو درو لوبو کې له بنگله دېش او سرېلنکا سره تر ښې لوبې وروسته وبايلله خو سکاټلنډ ته يې ماتې ورکړه.

افغانستان به خپله څلورمه لوبه له استراليا سره د چارشنبې( د مارچ څلورمه) په ورځ کوي.

د نيوزيلنډ روزونکى وايي له استراليا سره به د افغانستان د لوبې پر وخت موږ پر افغان لوبغاړو پام کوو چې هغه ډول ورته چمتووالى ونيسو.

افغانستان له استراليا سره دوه کاله وړاندې يوه لوبه کړې وه خو له نيوزيلنډ سره لا تر اوسه افغان لوبغاړي نه دې مخامخ شوي.

تېر کال په متحده عربو اماراتو کې افغان لوبډلې د نيوزيلنډ له الف ټيم سره سيالي درلوده خو له ملي لوبډلې سره به يې دا لومړنۍ مخامخېدنه وي.

ورته مطالب