فضلي: له استراليا به يې زده کوو خو سيالي ورسره کوو

Image caption د افغانستان کرېکټ لوبډلې نن د پرت په لوبغالي کې تمرین وکړ.

د کرېکټ له څلور ځلي نړيوال اتل او د روانو اتلوليو له کوربه استراليا سره سبانۍ ( چارشنبه د مارچ څلورمه) لوبه د ډېرو په گومان يو اړخيزه ده.

استراليا د پرت په لوبغالي چې ويل کېږي خورا تېز دى د هرې بلې لوبډلې لپاره سرخوږى جوړ کړى دى.

خو د افغان کرېکټ بورډ يو لوړ پوړى چارواکى عزيز الله فضلي له بي بي سي پښتو ماښامنۍ راديويي خپرونې سره په خبرو کې ډاډ وښود چې لوبډله به يې وځلېږي.

زيز الله فضلي چې له استراليا په تيلې فون خبرې کولې وويل:

" لوبډله مو چمتو ده، په تمريناتو اخته يوو، د قوي ټيم په وړاندې لوبې ته ورځو، موږ د جام ليدو ته نه يوو راغلي، سياليو ته راغلي يوو، د کرېکټ په لوبه کې وړاندوينه نه کېږي خو زه په لوبډله باوري يم ښه لوبه به کوو گټه او بايلل د لوبې برخه ده"

ښاغلي فضلي وويل دوى تر فشار لاندې نه دي بلکې فشار ټول پر استراليايۍ لوبډلې دى.

د دغه افغان کرېکټ بورډ چارواکي په وينا استراليا د نړيوالې کرېکټ شورا دايمي غړى دى او له افغانستانه برى ورته حتمي ښکاري چې دا به يې پر لوبغاړو فشار راولي.

عزيز الله فضلي د لوبډلې په باب وويل چې ښايي عثمان غني په لوبډله کې شامل شي.

Image caption د سمیع الله شینواري لوبه به په سبانۍ سیالۍ کې د افغانستان لپاره خورا مهمه وي.

١٨ کلن عثمان غني د روانو اتلوليو تر ټولو کشر لوبغاړى دى.

دۀ که څه له زمبابوې سره تېر کال سليزه وکړه خو په روانو اتلوليو کې تر اوسه موقع نه ده ورکړل شوې.

د ځينو په گومان د استراليا په څېر تېزو لوبغاړو سره به د عثمان غني لوبول پردغه زلمي لوبغاړي ښه اغېز ونه لري خو له بي بي سي پښتو تلويزيون سره په خبرو کې عثان غني ويل چې دى د استراليا له تېزو بالرانو وېره نه لري.

عثمان غني ويل چې افغان بالران هم تېز دي او دى ورسره روږدى دى.

په روانو اتلوليو کې افغانستان يوه لوبه گټلې او دوه يې بايللې دي.

استراليا بيا يوه گټلې، يوه بايللې او يوه يې د باران له امله بې نتيجې پاتې شوې وه.

ورته مطالب