بلاټر: ایران دې ښځو ته فوټبال سیالیو کې د ګډون اجازه ورکړي

د انځور حقوق AFP
Image caption تېر کال استرالیا کې د اسیا فوټبال اتلولیو کې ایراني ښځو ګډون وکړ

د فوټبال نړیوال فدراسیون "فیفا" مشر سېپ بلاټر پر ایراني چارواکو غږ کړی، چې د نارینه وو فوټبال سیالیو پرمهال لوبغالو کې ښځینه نندارچیانو ته د ورتګ اجازه ورکړي.

د فیفا په اوونیزه کې د بلاټر چاپ شوې مقاله کې لیکل شوي "کله چې د ۲۰۱۳ په نومبر کې ایران ته ولاړم، نه یوازې د فوټبال د مینه والو له تود هرکلي سره مخامخ نه شوم، بلکې داسې قانون مې ولید، چې فوټبال سیالیو کې یې پر ښځینه نندارچیانو بندیز لګولی و".

بلاټر وايي "دا موضوع مې له ایراني ولسمشر حسن روحاني سره شریکه کړه، هغه ویل دا وضعیت شاید ورو ورو د وخت په تېرېدو بدل شي".

نوموړی زیاتوي "خو هېڅ ونه شول. که څه هم ایران تکړه ښځینه لوبغاړې لري، خو لاهم په ایراني لوبغالو کې پر ښځینه نندارچیانو بندیز دی".

د فوټبال نړیوال فدراسیون مشر زیاتوي "دا وضعیت به دوام ونه کړي. له همدې ځایه زه د ایران پر چارواکو غږ کوم چې: په خپل هېواد کې د ښځینه فوټبال لوبغاړو پر وړاندې بندیزونه لیرې کړئ".

ایران په ۱۹۷۹ کال له اسلامي انقلاب وروسته د نارینه وو فوټبال سیالیو کې پر ښځینه نندارچیانو بندیز ولګاوه.

په ۲۰۰۶ کال، د ایران مخکني ولسمشر محمود احمدي نژاد ښځې د سپورت په ځينو ځانګړو برخو کې ګډون کولی شي، خو دغه پرېکړه د ایراني اخوندانو له خوا بدله شوه.

بیا یو کال وروسته، ایراني فلم جوړوونکي جعفر پناهي هغه نجونې وښودې، چې د هلکانو کالي يې اغوستي وو او تهران کې د فوټبال سیالیو ته راوتلې وې.

د انځور حقوق
Image caption د فوټبال څارونکي وايي، د ایران ددغه بندیز له کبله، ایران دا توان نه لري چې د فوټبال سیالیو کې اتلولي ترلاسه کړي.

خو ځینو محافظه کارو مذهبي مشرانو له دې کار سره مخالفت وښود.

ایران هڅه کوي، چې په ۲۰۱۹ کال د اسیا فوټبال سیالۍ کوربه شي، خو د فوټبال نړیوال قوانین وايي، د فوټبال ښځینه او نارینه هڅوونکو ترمنځ باید توپیر نه وي.

د فوټبال څارونکي وايي، د ایران ددغه بندیز له کبله، ایران دا توان نه لري چې د فوټبال سیالیو کې اتلولي ترلاسه کړي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ایران په ۱۹۷۹ کال له اسلامي انقلاب وروسته د نارینه وو فوټبال سیالیو کې پر ښځینه نندارچیانو بندیز ولګاوه.

ورته مطالب