انګلستان د کرېکټ له نړیوالو سیالو ووت

د انځور حقوق bbc
Image caption پچه د انګلستان لوبډلې وګټله او بنګله دېش ته يې د منډو جوړولو بلنه ورکړه، خو بيا وروسته انګلستان ونشوای کولای منډې پوره کړي

د کرېکټ نړیوالو سیالو په لړ کې نن دوشنبه د مارچ په ۹مه نېټه بنګله دېش انګلستان ته په ۱۵ منډو ماته ورکړه او دوهم پړاو ته یې لاره ومونده.

دغه لوبه د استراليا په اډلېډ ښار کې ترسره شوه. بنګله دېش لوبډلې د انګلستان ټيم ته د ۲۷۵ منډو هدف ټاکلی و، خو انګلستان ونه شوای کولای چې دا هدف پوره کړي او ټول لوبغاړي يې په ۲۶۰ منډو وسوځېدل.

له لوبې وروسته د انګلستان روزونکي پیټر مورس وویل چې په دې وروستیو کې زموږ لوبه ښه نه وه او د یو ورځنیو لوبو لپاره مو تکړه لوبغاړ نه درلودل. دا چې له دې وروسته به زه د انګلستان روزنکی پاتې کېږم که نه دا زما پرېکړه نه ده.

د اسټرالیا وتلي پخواني لوبغاړي شین وارن ویلي انګلستان د دې سیالو لپاره غلطه لوبډله او د لوبې خرابه بڼه غوره کړې وه.

پچه او بیټنګ

پچه د انګلستان لوبډلې وګټله او بنګله دېش ته يې د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

د بنګله دېش محمودالله ۱۰۳ او مشفق رحيم ۸۹ منډې جوړې کړې.

محمود الله د بنګله دېش هغه لومړی لوبغاړی دی چې د نړيوال جام په دې لوبو کې يې سليزه جوړه کړه.

د محمودالله او مشفق په ګډه ۱۴۱ منډې جوړې کړې چې دا د بنګله دېش لپاره تر ټولو زياتې منډې دي.

د بنګله دېش لوبغاړې روبيل حسين د انګلستان څلور لوبغاړي، تسکين احمد او حسين احمد دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

په تېرو پنځو کرېکټ نړيوال جام لوبو کې انګلستان د درېيم ځل له پاره لومړۍ مرحلې لوبو څخه وځي.

محمود الله په ۱۳۸ توپونو کې د اوو څلوريزو او دوو شپږيزو په وهلو ۱۰۳ منډې جوړې کړې.

مشفق رحيم په ۷۷ توپونو کې اته څلوريزې او يوې شپږيزې په وهلو ۸۹ منډې جوړې کړې.

د انځور حقوق Getty

د انګلستان اېن بيل په کرارۍ لوبه کوله او په ۶۶ توپونو کې يې ۵۰ منډې جوړې کړې.

د دوی يو بل لوبغاړي الېکس هېلز د ۲۷ منډو په جوړولو د مرتصی له خوا وسوځېده.

د انګلستان کرېکټ پنځه لوبغاړي په ۱۳۲ منډو وسوځېدل. ټېلر يوازې يوه منډه جوړه کړه او د تسکين له خوا وسوځېده.

د انګلستان لوبډلې په پينځو لوبو کې څلور بايللې او يوازې يوه لوبه ګټلې ده. دوی يوازې د سکاټلنډ پر وړاندې لوبه ګټلې او نورې څلور يې بايللې دي. له دې ماتې وروسته د انګلستان کرېکټ لوبډله له نړيوال جام لوبو ووتله.

انګلستان به د جمعې پر ورځ خپله اخرينۍ لوبه له افغانستان سره د استراليا په سېډني ښار کې ترسره کوي.