هند د ایرلنډ پر وړاندې پر اتو وېکټو اسانه بریا لاسته راوړه

Image caption شېکر داون پر ۸۵ توپونو چټکې ۱۰۰ منډې وکړې.

د ۲۰۱۵ کال کرېکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې هند د ایرلنډ له خوا د ۲۶۰ منډو هدف په ۳۷م اوور کې یوازې د دوو وېکټو په تاوان پوره کړه.

ایرلنډ له دغې ماتې سره منځلوبو ته د لار موندنې یو چانس له لاسه ورکړ خو د پاکستان پر وړاندې په وروستۍ لوبه کې بیا هم چانس لري.

دا په روانو نړیوالو اتلولیو کې د هند پرله پسې پنځمه بریا ده چې ورسره یې په (بي) ګروپ کې د سر ځای خپل کړ.

ایرلنډ بیټنګ ته په مناسب پیچ پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د دوی د سر لوبغاړو ویلیم پورټرفیلډ او پال سټرلنګ خورا پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او په ګډه یې چټکې ۸۹ منډې جوړې کړې.

دریم لوبغاړي نایل اوبراین هم ۷۵ منډې وکړې خو څرګنده وه چې د ۲۶۰ منډو هدف به هند ته ګران نه وي.

او همدا ثابته شوه ځکه د هند د سر لوبغاړو شېکر دون (۱۰۰ منډې) او روهیت شرما (۶۴ منډې) په مټ پر اتو وېکټو اسانه بریا لاسته راوړه.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ایرلنډ توپ وهونکي د هند د ورو توپ اچونکو پر وړاندې ښه و نه ځلېدل.

د ایرلنډ لپاره د ماتې ستر توپیر د اندېښنې وړ دی ځکه دوی تر اوسه په دغو اتلولیو کې ښې سیالۍ کړې دي او د بشپړ غړیتوب لرونکي هېوادونو پر وړاندې د دوو بریاوو په ګډون یې په ټوله کې درې لوبې ګټلې دي.

ایرلنډ بیټنګ کې ښه پیل درلود، پورټرفیلډ ۶۷ او سټرلنګ ۴۲ منډې وکړې او د تېزو بالرانو پر وړاندې ښه وځلېدل. دغه مهال داسې ښکارېده چې دوی ښايي تر ۳۰۰ ډېرې منډې وکړي.

خو هند چې کله ورو توپ اچونکي آر اشوین، رویندرا جدېجه او سورېش رېنا معرفي کړل نو د ایرلنډ توپ وهونکي له ستونزو سره مخامخ شول.

ایرلنډ پیل کې د شېکر داون دوه کیچونه وغورځول او له دغو تېر وتنو وروسته داون له روهیت سره په ګډه ۱۷۴ منډې وکړې.

پای کې وېرات کوهلي (۴۴ منډې) او اجېنکې رهانې (۳۳) منډې ناسوځېدلي پاتې شول او هند د ۷۹ توپونو په درلودو سره لوبه وګټله.

د ایرلنډ بله او وروستۍ لوبه د مارچ پر ۱۵مه د پاکستان پر وړاندې ده او که دغه لوبه وګټي نو منځلوبو ته به لار ومومي.

ورته مطالب