انډي مولز: افغانستان انګلستان ته د ماتې ورکولو وړتیا لري

Image caption انډی مولز وايي "موږ له پیله باور درلود چې لږترلږه یوه پیاوړې لوبډله ماتولی شو".

د ۲۰۱۵ کال کرېکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې د افغانستان روزونکي انډي مولز انګلستان سره له لوبې وړاندې ویلي افغانان دا وړتیا لري چې انګلستان ته ماته ورکړي.

په نړیوال جام سیالیو کې انګلستان په خپلو پنځو لوبو کې څلور بایللې او یوازې سکاټلنډ ته یې ماته ورکړې ده.

د څلور ماتو له کبله انګلستان و نه شو کولی چې د نړیوالو اتلولیو منځلوبو ته لار ومومي.

ښاغلي مولز وویل انګلستان په دې وروستیو کې ډېرې ستونزې لرلې دي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"موږ له پیله باور درلود چې لږترلږه یوه پیاوړې لوبډله ماتولی شو. سریلنکا سره مو ښه چانس درلود خو فکر کوم انګلستان سره په لوبه کې لا ښه چانس لرو چې یوه ستره بریا لاسته راوړو".

د افغانستان او انګلستان تر منځ د نړیوالو اتلولیو لوبه د مارچ پر ۱۳مه د استرالیا په سډني لوبغالي کې ترسره کېږي.

د انګلستان د لوبډلې مرستیال روزونکی پال فاربریس وویل دا چې لوبډله یې منځلوبو ته لار و نه موندله، مسول یې یوازې مشر روزونکی پیټر مورس نه دی.

"موږ نهیلي یو خو ټول باید مسولیت ومني، یوازې روزونکی نه شو ملامتولی. موږ په دوامداره توګه ښه نه یو ځلېدلي چې له کبله یې دغو اتلولیو کې پاتې راغلو".

ښاغلي فاربریس د دې نیوکې په اړه چې انګلستان ځینې خورا پیاوړي لوبغاړي دغو اتلولیو ته غوره نه کړل وویل:

"زه منم چې ځینې تکړه توپ وهونکي لرو انګلستان کې لکه بین سټوکس، خو زه په ډاډ ویلی شم، هغه لوبغاړي چې غوره شوي، بد لوبغاړي نه دي، ډېره وړتیا لري، دا بېله خبره ده چې و نه ځلېدل".

د افغانستان تېز او تکړه توپ اچونکي حمید حسن وویل افغانان به یو ځل بیا ډاډه او زړه وره لوبه نندارې ته وړاندې کړي او د بالرانو هڅه به همدا وي چې انګلستان لږو منډو ته محدود کړي.

د افغان لوبډلې روزونکي انډي مولز وویل د خوښۍ خبره دا ده چې د افغانستان پیاوړي لوبغاړي یوازې دغو ۱۵ ته محدود نه دي چې نړیوال جام کې لوبېږي.

"موږ په کورني کرېکټ کې ۲۰ تر ۲۵ نور تکړه لوبغاړي هم لرو چې زه فکر کوم اته نهه یې په اوسني ټیم کې د ځای موندلو سیالي کولی شي".

نوموړي زیاته کړه، له تخنیکي امکاناتو لکه اکاډمیو او د توپ اچولو ماشینونو نه هم مهمه دا ده چې افغان لوبډله په متواتر ډول د نړۍ له پیاړو لوبډلو سره د لوبېدو چانسونه لاسته راوړي.

Image caption حمید حسن وايي افغانان به یو ځل بیا ډاډه او زړه وره لوبه نندارې ته وړاندې کړي او د بالرانو هڅه به همدا وي چې انګلستان لږو منډو ته محدود کړي.

د سوېلي افریقا پخواني تکړه توپ وهونکي او د کرېکټ تبصره کونکي جک کالیس وویل که څه هم انګلستان ښه لوبه نه ده کړې خو افغانستان ته باید ماته ورکړي.

"فکر نه کوم افغانان یې وګټي، انګلستان باید ډېره خرابه او افغانستان باید خورا ښه لوبه وکړي چې و یې ګټي."

د هغه په اند د انګلستان ستونزه دا ده چې په یو ورځنیو لوبو کې په ډاډ لوبه نه کوي او داسې ښکاري چې تل پرې د ماتې فشار وي.

د انګلستان مرستیال روزونکي وویل څرګنده ده چې لوبغاړي خپه دي.

"زموږ لوبغاړو تر دې د ډېرې ښې لوبې وړتیا درلوده. فکر کوم استرالیا او نیوزیلنډ ته مو خپلې لومړۍ دوه لوبې په ستر توپیر وبایللې چې دغو ماتو پر لوبغاړو ژور اغېز وکړ."

"خو افغانستان ته باید ماته ورکړو. فکر کوم دغه وروستۍ ماتې او نهیلۍ باید موږ وهڅوي چې د افغانستان پر وړانډې ښه لوبه وکړو او ترې و یې ګټو."

بل خوا د انگلستان په کرېکټ ملي لوبډله کې د پيل منډه جوړونکى او ورو بالر معين علي او تېز بالر کرېس وکس د ټپونو له امله له افغانستان سره په لوبه کې ځاى نه لري چې ښايي د ټیم پر لوبه منفي اغېز ولري.