نړیوال جام کې افغانستان خپله وروستۍ لوبه انګلستان ته وبایلله

Image caption کرېس جورډن په ۶ اورونو کې ۱۳ منډې ورکړې او ۲ وېکټې یې واخیستې.

د ۲۰۱۵ کال کرېکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان خپله وروستۍ لوبه انګلستان ته پر ۹ وېکټو وبایلله.

افغانستان په ۳۶،۲ اورونو کې ۱۱۱ منډې وکړې خو د باران له کبله انګلستان ته په ۲۵ اورونو کې د ۱۰۱ منډو هدف وټاکل شو چې دوی په ۱۹م اوور کې پوره کړ.

پچه انګلستان وګټله او په لوبغالي کې له لوبې وړاندې د باران له کبله دوی لومړی د بالنګ پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلمشر محمد نبي وویل دوی به هم بالنګ کړی وای ځکه پیچ کې د سوینګ او تېزې توپ اچونې امکانات ډېر وو.

په نننۍ لوبه کې افغانستان د اصغر ستانکزي او عثمان غني پر ځای شفیق الله شفق او ناصر جمال لوبولي وو.

افغانستان چې بیټنګ پیل کړ نو درې ځلې په کې د پرله پسې باران له کبله وقفې راغلې.

پای کې افغانستان یوازې ۳۶،۲ اورونو ولوبولی شوای او د ۷ وېکټو په سر یې ۱۱۱ منډې جوړې کړې.

د باران له کبله د ضایع شوي وخت له کبله، لوبڅارانو د بیټنګ نوبت انګلستان ته ورکړ او د (ډي ایل) محاسبې پر بنسټ یې ورته په ۲۵ اورونو کې د ۱۰۱ منډو هدف وټاکه.

افغانستان بیا هم بیټنګ کې ستونزې درلودې او د انګلستان د سوینګ بالنګ پر وړاندې یې مقاومت و نه شو کولی.

تر ټولو ډېرې په کې د شفیق الله شفق ۳۰ منډې وې.

Image caption لوبه درې ځلې د باران له کبله ودرلو شوه چې په ظاهره یې د افغان توپ وهونکو پر بیټنګ منفي اغېز درلود.

په بالنګ کې د انګلستان له لورې کرېس جورډن او روي بوپارا دوه، دوه او تېزو بالرانو جېمز انډرسن او سټورټ براډ یوه یوه وېکټه واخیسته.

په ځواب کې د انګلستان د سر لوبغاړي الیکس هېل د شاهپور ځدران پر بالنګ په لومړي اوور کې نجیب الله ځدران ته کیچ ورکړ خو ده و نه شو نیولی.

دغه راز څو اورونه وروسته نجیب الله یو بل کیچ هم وغورځاوه.

له دې پرته د انګلستان توپ وهونکو ډاډه لوبه وکړه او په اسانۍ یې ټاکل شوی هدف په ۱۹م اوور کې یوازې پر یوه وېکټه پوره کړ.

د دوی له لورې این بېل ناسوځېدلې ۵۲ او هېل ۳۷ منډې وکړې.

د افغانستان له خوا یوزاینۍ وېکټه حمید حسن واخیسته.

انګلستان منځلوبو ته لار و نه موندله او دا یې په نړیوال جام سیالیو کې یوازې دوهمه بریا وه.

افغانستان په نړیوال جام کې استرالیا، نیوزیلنډ، سریلنکا، بنګله دیش او انګلستان ته خپلې لوبې وبایللې خو د سکاټلنډ پر وړاندې یې تاریخي بریا لاسته راوړه.

ورته مطالب