سوېلي افریقا سریلنکا ته ستره ماته ورکړه او نیمه پایلوبې ته ورسېد

د انځور حقوق AP
Image caption د سوېلي افریقا ورو توپ اچونکي طاهر ۲۶ منډې ورکړې او ۴ وېکټې یې واخیستې.

د ۲۰۱۵ کال کرېکټ نړیوال جام سیالیو په لومړۍ منځلوبه کې سوېلي افریقا سریلنکا ته پر ۹ وېکټو ماته ورکړه او نیمه پایلوبې ته یې لار ومونده.

د سوېلي افریقا بالرانو د سریلنکا ټوله لوبډله په ۳۸م اوور کې یوازې پر ۱۳۳ منډو وسوځوله.

سوېلي افریقا د کرېکټ نړیوال جام اتلولیو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره یوه مهمه او برخلیک ټاکونکې لوبه وګټله.

له نننۍ منځلوبې مخکې داسې اندېښنې وې چې ښايي سوېلي افریقا بیا تر فشار لاندې راشي او لکه د تېر په څېر مهم پړاو کې پاتې راشي.

خو په پیل کې د سوېلي افریقا تېزو بالرانو ډېل سټین او کایل ابټ او وروسته بیا د دوی ورو توپ اچونکو عمران طاهر او جی پي ډومیني خورا ښه بالنګ وکړ او لوبډله یې بریالۍ کړه.

د سریلنکا لوبډلې پیل ښه نه و او پر څلورو منډو یې ۲ لوبغاړي له لاسه ورکړل.

بیټنګ ته چې کله د دوی تکړه او تجربه لرونکی بیټسمین کومار سنګاکارا راغی نو ډېره نیولې او ورو لوبه یې پیل کړه.

ښايي د نوموړي د ورو توپوهنې اغېز و چې د سریلنکا نور لوبغاړي هم ښه و نه ځلېدل او ژر ژر وسوځېدل.

سنګاکارا تر ټولو ډېرې ۴۵ منډې وکړې خو ۹۶ توپونه یې ولوبول.

د سوېلي افریقا ورو توپ اچونکي طاهر ۲۶ منډې ورکړې او ۴ وېکټې یې واخیستې.

د ده تر څنګ بل ورو توپ اچونکي چې په اصل کې بیټسمین دی، ډومیني پر دریو توپونو پرله پسې درې وېکټې واخیستې چې په کرېکټ کې (هټرېک) بلل کېږي.

په ځواب کې سوېلي افریقا ډاډه بیټنګ پیل کړ. د دوی د سر لوبغاړي کوېنټن ډيکاک پر ۵۷ توپونو ناسوځېدلې ۷۸ منډې وکړې.

دغه راز سوېلي افریقا ټاکل شوی هدف یوازې په ۱۸ اورونو کې لاسته راوړ او د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته یې لار ومونده.

د نړیوالو اتلولیو دوهمه منځلوبه سبا (مارچ ۱۹مه) د هند او بنګله دیش لوبډلو تر منځ د استرالیا په میلبورن لوبغالي کې ترسره کېږي.

ورته مطالب