"فیفا" وايي د ۲۰۲۲ کال نړیوال جام به نومبر او دسمبر کې وي

د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) مشر سیپ بلاټر د انځور حقوق
Image caption د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) مشر سیپ بلاټر

د فوټبال نړیوال فدراسیون "فیفا" ویلي، تر څلور کلن فشار وروسته یې بالاخره پرېکړه کړې، چې د ۲۰۲۲ کال د فوټبال اتلولۍ به د یاد کال په نومبر او دسمبر میاشتو کې قطر کې ترسره کېږي.

فیفا وايي، پایلوبې به د دسمبر پر ۱۸ کېږي، چې دا ورځ د قطر له ملي ورځې سره سمون خوري.

له تېرو څلورو کلونو راهیسې د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام سیالیو ترسره کېدو په اړه فشار او اختلاف و.

د فیفا ویاند والټر دي جیورجیو ویلي، ژمنی پړاو به د ۳۲ ورځو پرځای ۲۸ کاله دوام وکړي.

نوموړي په زوریخ کې خبریالانو ته وویل "د فیفا اجراییوي جرګې نن پرېکړه وکړه چې موږ به په نومبر او دسمبر میاشتو کې سیالۍ پیلوو، او پایلوبې به د دسمبر پر ۱۸ وشي، چې دا ورځ د کوربه قطر له ملي ورځې سره هم برابره ده".

دی زیاتوي "خو وروستي ګامونه اخیستل به د لوبو پر مهالوېش پورې تړاو ولري".

دا لومړی ځل دی چې د فوټبال نړیوالې پسرلنۍ سیالۍ له اروپايي قاهرې بهر کېږي.

ورته مطالب