نیوزیلنډ نیمه پایلوبه کې سوېلي افریقا ته ماته ورکړه

Image caption ګرنټ ایلیټ تر پایه ودرېد ۸۴ منډې یې وکړې او د ۴۳م اوور پر پنځم توپ یې هدف پر شپږیزه پوره کړ.

د ۲۰۱۵ کال کرېکټ نړیوال جام سیالیو په لومړۍ نیمه پایلوبه کې له یوې سختې او په زړه پورې سیالۍ نه وروسته نیوزیلنډ سوېلي افریقا ته پر ۴ وېکټو ماته ورکړه.

نیوزیلنډ د سوېلي افریقا د ۲۹۸ منډو هدف د وروستي اوور پر پنځم توپ پوره کړ او پایلوبې ته یې لار ومونده.

لوبه د باران له کبله ۴۳، ۴۳ اورونو ته محدوده شوې وه.

سوېلي افریقا په ۴۳ اورونو کې ۲۸۱ منډې وکړې خو د باران اغېز ته په پام سره د (ډي ایل) محاسبې پر بنسټ نیوزیلنډ ته د بریا لپاره په ۴۳ اورونو کې د ۲۹۸ منډو هدف وټاکل شو.

پچه د سوېلي افریقا کپتان ای بي ډیویلیرز وګټله او نیمه پایلوبه کې یې د هدف تعقیبولو فشار ته په کتو لومړی د بیټنګ پرېکړه وکړه.

نیوزیلنډ د سیالې لوبډلې د سر دوه لوبغاړي یوازې پر ۳۱ منډو وسوځول خو فف ډوپلیسیز او ريلي روساو د دریمې وېکټې لپاره ښه ملګرتیا وکړه.

روساو پر ۳۹ منډو او ډوپلیسیز پر ۸۲ منډو وسوځېدل.

د پای په اورونو کې ډیویلیرز او ډېوېد مېلر چې پوهېدل لوبه ۴۳ اورونو ته محدوده شوې، چټکه توپوهنه وکړه او د لوبډلې منډې یې ۲۸۱ ورسولې.

Image caption د پای په اورونو کې سوېلي افریقا په توپ نیونه کې ګڼې تېروتنې وکړې.

ډیویلیرز پر ۴۵ توپونو ۶۵ او مېلر یوازې پر ۱۸ توپونو ۴۹ منډې وکړې.

د نیوزیلنډ له لورې په بالنګ کې ټرینټ بولټ ۲ او کوري انډرسن ۳ وېکټې واخیستې.

په ځواب کې د نیوزیلنډ کپتان برېنډن میککلم تېزه لوبه پیل کړه او په شپږو اورونو کې یې د لوبډلې منډې ۷۱ ته ورسولې.

د نوموړي له سوځېدو وروسته سوېلي افریقا شېبه په شېبه نورې وېکټې لاسته راوړې او یو مهال یې پر ۱۴۹ منډو د نیوزیلنډ ۴ لوبغاړي وسوځول.

خو ګرنټ ایلیټ تر پایه ودرېد ۸۴ منډې یې وکړې او د ۴۳م اوور پر پنځم توپ یې هدف پر شپږیزه پوره کړ.

د ایلیټ تر څنګ انډرسن هم ښه توپوهنه وکړه او ارزښتناکه ۵۸ منډې یې جوړې کړې.

د سوېلي افریقا له لورې ډېل سټېن او جی پي ډومیني يوه، یوه او مورنې مورکل ۳ وېکټې واخیستې.

دوهمه نیمه پایلوبه د پنجشنبې پر ورځ (مارچ ۲۶م) د کوربه استرالیا او هند لوبډلو تر منځ ترسره کېږي چې ګټونکی به یې له نیوزیلنډ سره د یکشنبې پر ورځ (مارچ ۲۹م) په پایلوبه کې مخامخېږي.

ورته مطالب