"هند په نیمه پایلوبه کې له استرالیا سره سیالۍ ته چمتو دی"

Image caption روهیت وویل که د سډني پیچ تېز بالنګ ته مناسب وي او که ورو توپ اچونې ته، دوی چمتو دي.

د هند د کرېکټ لوبډلې د سر لوبغاړي روهیت شرما ویلي چې د پنجشنبې پر ورځ (مارچ ۲۶مه) دوی له استرالیا سره د ۲۰۱۵ کال کرېکټ نړیوال جام نیمه پایلوبه کې له لوبېدو وېره نه لري.

نوموړي وویل که د سډني پیچ تېز بالنګ ته مناسب وي او که ورو توپ اچونې ته، دوی چمتو دي.

د سډني په کرېکټ لوبغالي کې تېره اوونۍ د سوېلي افریقا ورو توپ اچونکو د سریلنکا پر وړاندې په خپله منځلوبه کې ۷ وېکټې واخیستې.

خو روهیت ټینګار وکړ: "موږ ډاډه یو چې په هر ډول پیچ ښه لوبه کولی شو".

"موږ په اوو لوبو کې ۷۰ وېکټې اخیستې او هر ځل مو د سیالې لوبډلې ټول لوبغاړي سوځولي ځکه نو موږ پوهېږو چې باید څه وکړو. موږ هر ډول ننګونې ته چمتو یو."

په تېر کې د سډني لوبغالی د هند لپاره بریالی نه دی ثابت شوی او په دغه لوبغالي کې دوی په تېرو ۳۵ کلونو کې په شوو ۱۳ میچونو کې یوازې یوه لوبه ګټلې ده.

د هند لوبډلې د استرالیا پر وړاندې په ټیسټ لوبو او بیا درې هېوادیزو یو ورځنیو لوبو کې یوه لوبه هم و نه ګټله خو په نړیوال جام سیالیو کې یې تر اوسه خپلې ټولې اووه لوبې ګټلې دي او نیمه پایلوبه ته یې لار موندلې ده.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption دفاعي اتل هند په نړیوال جام سیالیو کې خپلې تېرې ۱۱ لوبې ګټلې دي.

د استرالیا د کرېکټ لوبډلې کپتان مایکل کلارک وویل: "ما د نړیوالو اتلولیو له پیل مخکې ویلي وو چې د هند ماتول به ګران وي ځکه دوی په استرالیا کې ډېرې لوبې وکړې".

"دوی موندلې چې د استرالیا پر پیچونو څنګه وېکټې واخلي او منډې جوړې کړي. ایم ایس دوني یې ښه مشري کړې او باید وستایل شي، په ځانګړې ډول ټیسټ سیریز او درې هېوادیزو یو ورځنیو لوبو کې له ماتو وروسته".

د نیمه پایلوبې ګټونکې لوبډله به د یکشنبې پر ورځ د استرالیا په میلبورن لوبغالي کې پایلوبه یا فاینل کې سره مخامخېږي.

د کوربه لوبډلې استرالیا کپتان کلارک په دې اند دی چې دوی له فشار او د بریا له تمو سره ځان برابرولی شي.

نوموړی وايي: "تاسو ولیدل چې تر اوسه نړیوال جام کې زموږ لوبغاړو تر فشار لاندې څنګه لوبه نندارې ته وړاندې کړه".

"په منځلوبه کې د پاکستان پر وړاندې زموږ سیالي ډېره ښه وه. هند هم ښه لوبېږي، ډېره پیاوړې لوبډله ده چې تېر نړیوال جام یې ګټلی خو موږ ورته چمتو یو".

"له موږ تمه کېږي چې لوبه وګټو ځکه موږ د نړیوالو یو ورځنیو لوبو د جدول د سر لوبډله یو".

د هند د سر لوبغاړي روهیت بیا وویل: "د استرالیا لوبډله توپوهنه کې تکړه ده خو د ښه بالنګ پر وړاندې ستونزې لري او دا چاره د نیوزیلنډ او پاکستان پر وړاندې د دوی لوبو کې څرګنده وه".

"دوی بالنګ هم ښه کړی خو موږ بیا ښه بیټنګ لرو".

ورته مطالب