استرالیا نړیوال جام کې هند ته ماته ورکړه او پایلوبې ته ووته

د انځور حقوق ALLSPORT AND GETTY
Image caption سټیف سمیت شانداره سلیزه ووهله او د استرالیا په ستر هدف کې یې مهم رول ولوباوه.

د ۲۰۱۵ کال کرېکټ نړیوال جام دوهمه نیمه پایلوبه کې کوربه استرالیا د هند لوبډلې ته پر ۹۵ منډو ماته ورکړه او پایلوبې ته یې لار ومونده.

د هند ټوله لوبډله د ۳۲۹ منډو ټاکل شوي هدف په ځواب کې پر ۲۳۳ منډو وسوځېده.

نیمه پایلوبه د استرالیا په سډني لوبغالي کې ترسره شوه چې تر ډېره توپ وهنې ته مناسب پیچ لري ځکه نو استرالیا د پچې له ګټلو وروسته لومړی د بیټنګ پرېکړه وکړه.

دوی د سر لوبغاړی ډېوېد وارنر ژر له لاسه ورکړ خو د دوهمې وېکټې لپاره ارون فینچ او سټیف سمیت د ۱۸۲ منډو ملګرتیا وکړه.

دواړو په ۳۵م اوور کې د استرالیا منډې ۱۹۷ ته ورسولې. فینچ پر ۸۱ او سمیت پر ۱۰۵ منډو وسوځېدل.

داسې ښکارېده چې استرالیا ښايي یو خورا ستر هدف لاسته راوړي، شاوخوا ۳۵۰ منډې، خو له فینچ او سمیت وروسته پاتې توپ وهونکي له ستونزو سره مخامخ شول.

د هند له خوا بالنګ کې اومیش یادف څلور، موهیت شرما دوه او آر اشوین یوه وېکټه واخیسته.

د پای په اورونو کې د جیمز فاکنر او میچل جانسن د چټک بیټنګ په مټ استرالیا په ۵۰ اورونو کې ۳۲۸ منډې جوړې کړې.

د انځور حقوق AFP
Image caption د استرالیا تېز بالران بیا خورا ښه وځلېدل. جانسن دوه وېکټې واخیستې.

په ځواب کې د هند د سر لوبغاړو لوبډلې ته ډېر ښه پیل ورکړ او په ۱۳ اورونو کې یې ۷۶ منډې وکړې.

روهیت شرما پر ۴۸ توپونو ۳۴ او شېکر داون پر ۴۱ توپونو ۴۵ منډې وکړې خو د دوی له سوځېدو وروسته د هند پاتې لوبغاړي ښه و نه ځلېدل او شېبه په شېبه وسوځېدل.

د استرالیا تېزو بالرانو میچل جانسن او میچل سټارک دوه، دوه او جیمز فاکنر درې وېکټې واخیستې.

هند پر ۲۰۸ منډو په ۴۲ اورونو کې شپږ لوبغاړي له لاسه ورکړل.

د پای په اورونو کې د هند کپتان مهیندرا سنګ دوني او اجنکې رهانې یو څه مقاومت وکړ خو منډې ډېرې او توپونه لږ وو.

دغه راز د هند ټوله لوبډله په ۴۷م اوور کې پر ۲۳۳ منډو وسوځېده او استرالیا لوبه پر ۹۵ منډو وګټله.

استرالیا پایلوبه کې له نیوزیلنډ سره مخامخېږي. پایلوبه د استرالیا په میلبورن لوبغالي کې د یکشنبې پر ورځ (مارچ ۲۹مه) ترسره کېږي.

ورته مطالب