آسټرالیا د پنځم ځل لپاره د کرېکټ نړیوال جام وګټه

د انځور حقوق Getty
Image caption دا دوهم ځل دی چې په ټورنمنټ کې کوربه هېواد لوبه ګټي، تر دې څلور کاله وړاندې هند ګټلې وه.

استرالیا د ۲۰۱۵ کال کرېکټ نړیوال جام پایلوبه کې نیوزیلنډ ته پر اوو وېکټو سخته ماته ورکړه او د پنځم ځل لپاره یې نړیوال جام جګ کړ.

د نیوزیلنډ د ۱۸۴ منډو کوچنی هدف استرالیا په ۳۴م اوور کې یوازې پر دریو وېکټو په اسانۍ لاسته راوړ.

د لوبې پچه د نیوزیلنډ کپتان برېنډن میککلم وګټله او د نړیوال جام فاینل فشار او د میلبورن لوبغالي بیټنګ ته مناسب پیچ په پام کې نیولو سره یې لومړی د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د انځور حقوق Getty
Image caption د نيوزیلنډ ټيم چې نن يې پچه گټلې وه، خپله د توپ وهنې يا بېټنگ پرېکړه وکړه. خو ټول لوبغاړي يې په ٤٥ اوورونو کې يوازې د ١٨٣ رنزونو له جوړولو وروسته وسوځېدل.

نیوزیلنډ خپل کپتان او تکړه تېز توپ وهونکی میککلم د لومړي اوور پر پنځم توپ له لاسه ورکړ او له هماغه راهیسې لوبه د استرالیا په کنترول کې پاتې شوه.

که څه هم د منځ په اورونو کې د نیوزیلنډ ګرانټ ایلیټ یو څه مقاومت وکړ، ۸۳ منډې یې جوړې کړې خو د استرالیا تېزو بالرانو میچل سټارک، میچل جانسن او جیمز فاکنر د نیوزیلنډ نور لوبغاړي ژر ژر وسوځول.

Image caption په دې ډول آسټرالیا نن د يو اړخيزې لوبې له گټلو وروسته د پنځم ځل لپاره د کرېکټ نړيوال جام وگټه.

دغو دریو بالرانو په ګډه اته وېکټې واخیستې او د نیوزیلنډ د بیټنګ ملا یې ماته کړه.

یو مهال نیوزیلنډ په ۳۵ اورونو کې پر دریو وېکټو ۱۵۰ منډې درلودې او داسې ښکارېده چې ښايي تر ۲۷۰ یا ان ۳۰۰ منډې جوړې کړي خو د پای هدف یې خورا اسان و.

د دغه ساده هدف په ځواب کې د استرالیا کپتان مایکل کلارک ۷۴ او ځواب توپ وهونکي سټیف سمیت ۵۶ منډې وکړې.

د انځور حقوق AFP
Image caption د نيوزیلنډ له لوري گرانټ ايولېټ نه پرته نور لوبغاړي د آسټراليا د توپ اچونې په وړاندې ونه درېدل.

دا د کلارک وروستۍ یو ورځنۍ نړیواله لوبه وه ځکه نوموړي له فاینل مخکې اعلان کړی و چې له نړیوال جام وروسته به له یو ورځنیو لوبو لاس په سر کېږي.

کلارک چې کله وسوځېد نو د میلبورن په لوبغالي کې څه دپاسه ۹۳۰۰۰ نندارچیان یې ته د درناوي لپاره ودرېدل او په چکچکو یې خپل کپتان سره مخه ښه وکړه.

د نیوزیلنډ لپاره د نړیوال جام په فاینل کې د لوبېدو دا لومړۍ تجربه وه او د دوی لوبډله په څرګند ډول تر فشار لاندې وه.

که څه هم نیوزیلنډ له فاینل وړاندې خپلې ټولې اته لوبې ګټلې وې خو په پایلوبه کې استرالیا په پرتلیز ډول پیاوړې وه.

تر دې وړاندې آسټراليا په ۱۹۸۷، ۱۹۹۹، ۲۰۰۳ او په ۲۰۰۷ کال کې نړيوال جام گټلى ؤ.

ورته مطالب