د استرالیا لومړي وزیر نړیوال جام کې د افغانانو لوبه وستایله

Image caption د استرالیا لومړي وزیر وویل افغان لوبډله په دغو لوبو کې ډېره ښه وځلېده.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د استرالیا له لومړي وزیر ټوني اباټ سره نن ټیلیفوني خبرې وکړې.

د ولسمشرۍ له دفتره په خپرې شوې وینا پاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني د کرېکټ ۲۰۱۵ کال نړیوال جام سیالیو کې د استرالیا د هېواد د اتلولۍ ګټلو له کبله ښاغلي اباټ ته مبارکي وویله.

نوموړي همدا راز د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ته د تود هرکلي له امله د دغه هېواد له خلکو او حکومت څخه مننه وکړه.

د استرالیا لومړي وزیر بیا په نړیوالو اتلولیو کې د افغان لوبډلې هڅې وستایلې او ویې ویل چې دوی په دغو لوبو کې ډېر ښه وځلېدل.

تر دې مخکې هم استرالیا د افغان کرېکټ لوبډلې په پرمختګ کې دلچسپي ښودلې او د ۲۰۱۲ کال په اګست کې یې د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې له افغانستان سره یوه ورځنۍ نړیواله سیالي ترسره کړه.

استرالیا او نیوزیلنډ په ګډه د کرېکټ ۲۰۱۵ کال نړیوالو اتلولیو کوربتوب کاوه.

دواړو کوربه لوبډلو د اتلولیو پایلوبې ته لار ومونده او د استرالیا په میلبورن لوبغالي کې استرالیا نیوزیلنډ ته د اوو وېکټو په ستر توپیر ماته ورکړه.

Image caption افغان لوبډلې د نړیوال جام لوبو خپله لومړۍ بریا د سکاټلنډ لوبډلې پر وړاندې لاسته راوړه.

په دې ترتیب استرالیا وکولی شو د پنځم ځل لپاره نړیوال جام جګ کړي.

بل خوا افغانستان چې د لومړي ځل لپاره یې نړیوالو اتلولیو ته لار موندلې وه، ټولې شپږ لوبې وکړې.

افغان لوبډلې د نړیوال جام لوبو خپله لومړۍ بریا د سکاټلنډ لوبډلې پر وړاندې لاسته راوړه او دغه لوبه یې له یوې سختې او په زړه پورې سیالۍ وورسته پر یوه وېکټه وګټله.

په ټولنیزو رسنیو کې د افغانستان د دغې بریا خورا تود هرکلی وشو چې په لړ کې یې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي هم پر خپل تویټر پاڼه افغان لوبډلې ته مبارکي وویله.

که څه هم افغانانو نورې پنځه لوبې وبایللې خو د سریلنکا، بنګله دیش او نیوزیلنډ پر وړاندې یې لوبې، په ځانګړي ډول بالنګ وستایل شو.

ورته مطالب