د ترکيې پر فنرباغچه فوټبال لوبډله وسله وال بريد

د انځور حقوق AFP
Image caption د بس چلوونکي خوا ښيښه د ډزو له امله ماته شوې وه

د فنرباغچه فوټبال لوبډله د ترابزون ښار هوايي ډکر ته پر لار روانه وه چې وسله وال بريد پرې وشو.

د بريد په ترڅ کې د بس چلوونکی ټپي شوی او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی دی.

ويل کېږي په دې پېښه کې کوم لوبغاړي ته زيان نه دی رسېدلی.

د ترکيې لومړی وزير احمد اوغلو وايي د بريدپه اړه څېړنې روانې دي.

د ترکيې فوټبال ټولنې دا بريد غندلی او د فنرباغچه فوټبال لوبډلې مشر وايي دا پېښه "ډېره غلطه" وه. دی وايي "موږ دلته راځو چې لوبه وکړو".

ترابزون د ترکيې په شمال خيځ کې پرته سيمه ده، د دې سيمې والي لومړی ويلي وو چې بريد د تيږې په واسطه شوی و خو بيا وروسته يې په اعلاميه کې روښانه کړه چې بريد د ټوپک ډزو په واسطه ترسره شوی دی.

د ترابزون والي وايي وروستنی حالت ښي چې بريد د" ټوپک په واسطه ترسره شوی خو تراوسه وختي ده چې يقيني خبره وشي".

د فنرباغچه فوټبال لوبډلې مينه وال د استانبول هوايي ډګر ته د ښه راغلاست لپاره راغلي وو.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان له ځايي مسولينو غوښتي چې د بريد په اړه پلټنه وکړي.

فنرباغچه لوبډله د تېرې شنبې لوبې ګټلو وروسته له خپل پخواني سيال ټيم ريزاسپور څخه يو نمبر زيات واخيست او د ترکيې د لوبو په جدول کې تر ټولو مخکې راغی.

د انځور حقوق DHA
Image caption د فوټبال لوبډلې بس چلوونکی د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی دی
د انځور حقوق AFP
Image caption د ترکيې فوټبال ټولنې دا بريد غندلی