"ایران د سړو لوبو کې د ښځینه نندارچیانو پر حضور بندیز سپک کړی"

د انځور حقوق PA
Image caption غنچه قوامي د حکومت ضد تبلیغ په تور په یوه کال بند محکومه شوې وه

د ایران د ورزش او ځوانانو د چارو مرستیال وزیر عبدالحمید احمدي ویلي، تهران د نارینه وو په لوبو کې د نندارچیانو ښځو لګول شوی بندیز سپک کړی دی.

ښاغلي احمدي د ایران رسمي خبري اژانس ته ویلي، د تېر ۱۳۹۳ کال وروستیو کې، د هېواد امنیت شورا د ورزش وزارت له لوري د سړو په لوبو کې د ښځو او د کورنیو د حضور وړاندیز تصویب کړ.

د ایران د ملي امنیت شوار د کورنیو چارو وزارت په اډانه کې فعالیت کوي.

وړاندې هم د ورزش او ځوانانو د چارو وزیر ويلي وو، امنیت شورا ددغه وزارت له لوري پر وړاندې شوې طرحې غور کوي، چې ښځو ته په لوبغالو یا لوبځایونو کې د حضور اجازه ورکړي.

سرچینې ددغې طرحې د تصویب په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي چې څرنګه به ښې وکړای شي په کومو لوبو کې د لوبې ننداره وکړي، خو ټینګار یې دا دی چې په دې طرح کې ټولې لوبې شاملې نه دي.

احمدي وايي، په ځینو برخو کې "نه کورنیو او نه هم ښځو د ځینو لوبو په ننداره کې د حضور وړاندیز کړی او نه یې امکان شته؛ ځکه چې ځینې دغه لوبې یوازې پر نارینه وو پورې تړاو لري".

ښاغلي احمدي وايي، دغه طرح به سږ کال عملي شي.

وړاندې د نارینه وو په لوبو کې د ښځینه نندارچیانو پر حضور بندیز لګول شوی و.

د انځور حقوق AP
Image caption ایران په ۱۹۷۹ کال له اسلامي انقلاب وروسته د نارینه وو فوټبال سیالیو کې پر ښځینه نندارچیانو بندیز ولګاوه.

تېر کال، د والیبال په لوبو کې د ښځو پر حضور بندیز د ځوانانو د فوټبال نړیوالو سیالیو کې ایران له کوربه توب بې برخې کړ.

تېر کال د فوټبال نړیوال فدراسیون مشر له ایرانه وغوښتل، چې لوبغالو کې د ښځینه نندارچیانو پر حضور بندیز لیرې کړي.

د انځور حقوق AP
Image caption ۲۵ کلنه غنچه قوامي د ایراني تابعیت سربېره بریتانوی تابعیت هم لري.

تېره اونۍ په ایران کې استیناف محکمې د ایرانی الاصله بریتانوۍ غنچه قوامي د بښلو امر وکړ.

نوموړې د حکومت ضد تبلیغ په تور په یوه کال بند محکومه شوې وه.

۲۵ کلنه قوامي له لندنه په حقوقو کې سند لري.

ایران په ۱۹۷۹ کال له اسلامي انقلاب وروسته د نارینه وو فوټبال سیالیو کې پر ښځینه نندارچیانو بندیز ولګاوه.

په ۲۰۰۶ کال، د ایران مخکني ولسمشر محمود احمدي نژاد ښځې د سپورت په ځينو ځانګړو برخو کې ګډون کولی شي، خو دغه پرېکړه د ایراني اخوندانو له خوا بدله شوه.

ایران هڅه کوي، چې په ۲۰۱۹ کال د اسیا فوټبال سیالۍ کوربه شي، خو د فوټبال نړیوال قوانین وايي، د فوټبال ښځینه او نارینه هڅوونکو ترمنځ باید توپیر نه وي.

ورته مطالب