افغان سنوکر لوبډله په آسیايي سیالیو کې لوبېږي

Image caption د مالیزیا سیالیو ته د افغان سنوکر له اتو لوبغاړو درو یې دغې لوبې ته لاره پیدا کړې ده.

په پام کې ه د افغانستان د سنوکر ملي لوبډله تر دوو اونیو پورې په آسیايي سیالیو کې د ګډون لپاره مالیزیا ته ولاړه شي. په دې سیالیو کې د څلوېښتو هېوادونو لوبغاړي سیالي کوي. افغانستان په ۲۰۱۳ کال ددغو سیالیو اتلولي ګټلې وه.

اوس سنوکر لوبه په افغانستان کې ډېر مینه وال لري، چې یوازې پلازمېنه کابل کې ددغې لوبې تر سلو ډېر ځانګړي روزنځایونه دي.

د مالیزیا سیالیو ته د افغان سنوکر له اتو لوبغاړو درو یې دغې لوبې ته لاره پیدا کړې ده.

د مالیزیا لوبو ته د افغان سنوکر لوبډله کې رییس خان سندزی، محمد نادر سلطاني او صالح محمد محمدي ټاکل شوي دي.

په ټاکل شویو لوبغاړو کې یو هم د محمد ادریس سندزی دی، نوموړي دا لوبه پاکستان کې د افغان کډوالو په پنډغالو کې زده کړې ده او اوس د ملي ټیم لوبغاړی دی.

په افغانستان کې په ۱۳۸۳ کال د سنوکر لوبې بنسټ اېښودل شوی دی، خو ایله پنځه کاله کېږي چې سنوکر لوبډلې فدراسیون ته ارتقا کړې ده.

افغان سنوکر لوبغاړي تر ډېره په خصوصي روزنځایونو کې لوبېږي، ځکه چې د ملي ټیم د لوبغاړو لپاره یې جوړېدونکې ودانۍ نیمګړې پاتې ده.

د افغانستان د سنوکر فدراسیون مشر محمد عزیز اعظمي وايي، دولت لاهم ددغې ودانۍ د بشپړېدو لپاره نه دی لاس په کار شوی.

افغانستان کې د بدني روزنې او ورزش مشر علم جان حسني بي بي سي ته وویل، هڅه یې دا ده چې د ددغې نیمګړې ودانۍ د بشپړولو لپاره پیسې پیدا کړي.

Image caption صالح محمد دا مهال د بحرین د ملي ټیم روزونکی دی.

افغانستان په تېره څه باندې یوه لسیزه کې د ورزش او لوبو برخه کې ډېر پرمختګ کړی، چې ښکاره بېلګې یې د کریکټ، فوټبال او نورې لوبې دي، چې لوبغاړي یې په نړیوالو اتلولیو کې وځلېدل.

په پام کې ده، چې مالیزیا کې دغه لوبې د مې پر درویشتمه پیل او تر دېرشمې نېټې پورې دوام وکړي، چې افغان لوبغاړي به پکې له پاکستان، هند او چین سره لوبې ولري.

صالح محمد دا مهال د بحرین د ملي ټیم روزونکی دی.

ورته مطالب