د کرېکټ افسانوي تبصره کونکی ريچي بېناد ومړ

د انځور حقوق AFP
Image caption بېناد په نومبر میاشت کې په ډاګه کړه چې د پوټکي سرطان ناروغي لري او تر درملنې لاندې دی.

د استرالیا د کرېکټ لوبډلې پخوانی کپتان او افسانوي تبصره کونکی ریچي بېناد د ۸۴ کلونو په عمر ومړ.

بېناد د خپل وخت نوښتګر ورو توپ اچونکی و، ۶۳ ټیسټ لوبې یې وکړې چې په ۲۸ کې کپتان و.

نوموړي په ۱۹۶۴ کال کې له کرېکټ سره د لوبغاړي په توګه مخه ښه وکړه او د خبریالۍ کار یې پیل کړ.

په انګلستان کې پر یوه لوبه د هغه وروستۍ تبصره د ۲۰۰۵ کال اشیز دودیزو لوبو پر مهال وه خو د استرالیا چینل ناین لپاره یې تر ۲۰۱۳ کال پورې د کرېکټ تبصرې کار ته دوام ورکړ.

بېناد په نومبر میاشت کې په ډاګه کړه چې د پوټکي سرطان ناروغي لري او تر درملنې لاندې دی.

د کرېکټ په تبصره کې د بېناد ځینې مشهورې اصطلاحاګانې او تبصرې:

"د ټولو دې سهار په خېر وي".

"او ګلین مېګرات پر دوو منډو وسوځېد، له سلیزې یوازې ۹۸ منډې شاته".

د انځور حقوق Getty
Image caption بېناد د استرالیا چینل ناین لپاره تر ۲۰۱۳ کال پورې د کرېکټ تبصرې کار ته دوام ورکړ.

د استرالیا د کرېکټ بورډ مشر والې اېډورډ وویل بیناد "د استرالیا د کرېکټ تاریخي غږ دی"، او د استرالیا حکومت بیا نوموړي لپاره د جنازې حکومتي مراسمو وړاندیز کړی.

بېناد له بي بي سي سره هم ډېر کار وکړ او له دغې ادارې سره یې لومړی کار په ۱۹۶۰ کال کې د رادیو په برخه کې پیل کړ.

د بي بي سي د سپورت څانګې مشرې باربرا سلېټر وویل: "ریچي بېناد یوازې د کرېکټ نه، بلکې د خپل وخت د ټولو لوبو ستر تبصره کونکی و".

"هغه تر لسیزو د بي بي سي ټیم مهم غړی و او د هغو ټولو چې له ده سره یې کار کړی به ډېر یادېږي".

د نوموړي لپاره د نړۍ له ګوټ ګوټه د درناوي پیغامونه لېږل شوي دي.

د استرالیا پخواني مشهور ورو توپ اچونکي شېن وارن په ځانګړې ډول احساساتي پیغام پرېښی:

"ګرانه ریچي، ته په هر لحاظ واقعا یوه افسانه وې. د کرېکټ لوبغاړي، تبصره کونکي او یوه انسان په توګه، ته تر ټولو ښه وې، او د ښو اخلاقو مثال وې".

د استرالیا لومړي وزیر ټونی ابټ وویل د بیناد مړینه د استرالیا لپاره د خپګان ورځ ده. "موږ د کرېکټ او استرالیا یو اتل له لاسه ورکړ. څومره ښه ولوبېدې. روح دې ښاد ریچي بیناد".

ورته مطالب