په ای پي اېل کې د چنايي سوپر کېنګ دويمه بريا

د انځور حقوق PTI
Image caption د ای پي اېل دا لوبې هر کال يو ځل په هندوستان کې تر سره کيږي چې د نړۍ د کريکټ مشهور لوبغاړي په کې لوبيږي

د هندوستان ۲۰۱۵ کال ای پي اېل په ټورنمېنټ کې چنايي سوپر ګېنګ دويمه پر له پسې لوبه هم وګټله.

نننۍ څلورمه لوبه د چنايي سوپر ګېنګ او سنر رايزر حيدر اباد ترمنځ په چنايي لوبغالی کې وه چې چنايي په کې خپلې سيالې لوبډلې ته په ۴۵ منډو ماتې ورکړه.

چنايي لوبډلې لومړي توپوهنه وکړه او سنر رايزر حيدر اباد ته يې په ټاکل شويو ۲۰ اورونو کې د څلور لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۹ منډو هدف وټاکه.

د روان کال ای پې اېل لوبو کې دا د منډو تر ټولو لوړ هدف دی.

په دغه لوبه کې برېنډن مکالم تر ټولو ډېرې مڼدې جوړې کړې. نوموړي سليزه ووهله او د لوبې تر اخره ونه سوځېده.

همدرانګه د لوبډلې کيپټان ايم اېس ډوني په ۲۹ توپونو ۵۳ منډې جوړ کړې.

د انځور حقوق AFP
Image caption په دغه لوبه کې برېنډن مکالم تر ټولو ډېرې منډې جوړې کړې همدارنګه د

د مکالم تېزو منډو، چې تر اخره ونه سوځېده د خپلې لوبډلې له بريا سره ډېره مرسته وکړه.

د سنر رايزر حيدر اباد لوبډلې په ټاکل شويو ۲۰ اورنو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۴منډې جوړې او لوبه ېې چنايي ته وبايلله .

په سنر رايزر لوبډله کې تر ټولو ډېرې منډې ډيوېډ وارنر جوړ کړې. نوموړی ۵۳ او موهېت شرما ۳۶ منډې جوړ کړې.

چنايي سوپر کېنګ له دې وړاندې بله لوبه هم ګټلې وه.

د هند وستان د ۲۰۱۵ کال ای پي اېل په ټورنمېنټ کې اته لوبډلې لوبې کوي. د غو لوبو د هندوستان په ګډون په نړۍ کې ميلېنونه مينه موندلي دي.

د ای پي اېل دا لوبې هر کال يو ځل په هندوستان کې تر سره کيږي چې د نړۍ د کريکټ مشهور لوبغاړي په کې لوبيږي.