د آی پي اېل درېيمه لوبه راجستان رويلز وګټله

د انځور حقوق PTI
Image caption لوبه د پونې په مهارسترا لوبغالې کې ترسره شوه، چې زرګونه مينه وال يې نندارې ته ورټول شوي وو

د هندوستان د ۲۰۱۵ کال د آی پي اېل "انډين پريمير ليګ" درېيمه لوبه د راجستان رويلز او کېنګز اېلېون پنجاب لوبډلو ترمنځ وه.

په دغه لوبه کې لومړی توپوهنه راجستان رويلز وکړه او سيالې لوبډلې په شلو اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۲ منډې هدف وټاکه.

خو سيالې لوبډلې کېنګز اېلېون پنجاب په ټاکلو شلو اورونو کې دغه هدف پوره نه شوی کړای او د اتو لوبغاړو په سوځېدو يې ۱۳۶ منډې جوړې کړې او راجستان لوبډلې ته يې په ۲۶ منډو لوبه وبايلله.

جيمز فولکنر د دغې لوبې تر ټولو غوره لوبغاړی ((مين اف د مېچ) غوره شو، چې په ۳۳ بالونو ېې ۴۶ منډې جوړې کړې.

د ده تېزو منډو د راجستان له بريا سره ډيره مرسته وکړه.

دارنګه سټېفن سمېت او ډېپک هودا هم په دغه لوبه کې ښې مڼډې جوړې کړې.

د کېنګز اېلېون پنجاب په لوبډله کې مورالي وېجې هم ښه لوبه وکړه او په ۳۲ بالونو يې ۳۷ منډې جوړې کړې، نوموړي څلور څلوريزې او يوه شپږيزه ووهله خو بيا ېې هم لوبه بايلوده.

لوبه د پونې په مهارسترا لوبغالي کې ترسره شوه، چې زرګونه مينه وال يې نندارې ته ورټول شوي وو.

تر دې وړاندې د دغه ټورنمېنټ دويمه لوبه چنايي سوپر کېنګ له خپلې سيالې لوبډلې ډيلي ډرډويلز نه په يوه منډه توپير ګټلې وه.

ټاکل شوې د هندوستان د ۲۰۱۵ کال د آی پي اېل "انډين پريمير ليګ" لوبو څلورمه هغه د چنایی سوپر ګېنګ او سنر رايزز حيدر اباد ترمنځ په چنايی لوبغالي کې ترسره شي.

په دغو لوبو کې اته لوبډلې لوبيږي، چې د می د مياشتې تر ۲۴ مې به روانې وي.

ورته مطالب