د ای پي اېل ۷ لوبه کېنګز اېلېون پنجاب وګټله

د انځور حقوق PTI
Image caption ممبۍ انډېنز د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۹ منډې جوړې کړې او لوبه ېې په ۱۸ منډو کېنګز اېلېون پنجاب لوبډلې ته وبيلله.

د هندوستان د ۲۰۱۵ کال ای پي اېل په ټورنمېنټ کې اوومه لوبه د کېنګز اېلېون پنجاب او ممبۍ انډينز لوبډلو ترمنځ وه.

په دغو لوبه کې لومړی توپه وهنه کېنګز اېلېون پنجاب لوبډلې وکړه او په ټاکل شويو ۲۰ اورونو کې يې خپلې سيالې لوبډلې ته د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۷ منډې هدف وټاکه.

په کېنګز اېلېون پنجاب لوبډله کې جورج بېلې تر ټولو ډيرې منډې جوړ کړې. هغه وکړای شول چې په ۳۲ بالونو ۶۱ منډې جوړ کړي او د لوبې تر پانه ونه سوځېده. دا رنګه ويرېندر سېواک هم ښه لوبه وکړه او په ۱۹ بالونو يې ۳۶ منډې وکړې.

ممبۍ انډېنز د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۹ منډې جوړې کړې او لوبه ېې په ۱۸ منډو کېنګز اېلېون پنجاب لوبډلې ته وبيلله.

په پيل کې د ممبۍ لوبډلې لوبغاړي پر لپسې ژر وسوځېدل خو د لوبې په وروستيو شېبو کې هر بجېت سېنګ په زړه پورې بالونه ولوبول او منډو کچه يې هم لوړه کړه.

په ممبې لوبډله کې، هر بجېټ سېنګ په ۲۴ بالونو ۶۴ منډې جوړ کړې خو بېا يې د سيالې لوبډلې هدف پوره نه شوای کړی. ښاغلی سېنګ شپږ شپږيزې ووهلې.

ممبۍ انډېنز له دې وړاندې خپله لومړۍ لوبه هم کولکته نايټ رايډرز ته بيللې وه.

جورج بېلې د دغې لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو.

د هند وستان د ۲۰۱۵ کال ای پي اېل په ټورنمېنټ کې اته لوبډلې لوبې کوي. راتلونکې لوبه به رويل چلنجر بنګلور او سنرايز حيدر اباد لوبډلو ترمنځ وي. دغه لوبه په د هندوستان په بنګلور ايالت کې کيږي.

د غو لوبو د هندوستان په ګډون په نړۍ کې ميلېنونه مينه موندلي دي. دغه لوبې هر کال يو ځل په هندوستان تر سره کيږ چې د نړۍ د کريکټ مشهور لوبغاړي پکې لوبيږي.

ورته مطالب