کرېس ګېل نړیوال ریکارډ جوړ کړ

د انځور حقوق AP
Image caption کرېس ګېل د هندوستان په غوره ليګ کې اوس د رويل چلنجر بنګلور لوبډلې لپاره لوبه کوي

د وېسټ انډېز د کريکټ وتلي لوبغاړي کرېس ګېل د هندوستان په غوره ليګ سيالو کې د شپږيزو نړيوال ريکارډ جوړ کړ.

نوموړي په دغو سيالو کې ۲۰۰ شپږيزې ووهلې چې دا د دغو لوبو له پيل راهيسې تر ټولو ډېرې شپږېزې دي.

د هندوستان اي پي ايل لوبې له تيرو اتو کلونو راهېسې هر کال ترسره کيږي چې دنړۍ د کرکټ وتلي لوبغاړي پکې لوبيږي.

دغو شل اوريزو لوبو د افغانستان په ګډون په نړۍ کې خورا ډېر مينه وال موندلې دي.

کرېس ګېل د هندوستان په غوره ليګ کې اوس د رويل چلنجر بنګلور لوبډلې لپاره لوبه کوي.

هغه له سنرايزر حيدراباد لوبډلې سره به لوبه کې دغه ريکارډ ټينګ کړ.

که څه هم په دغه لوبه کې نوموړی ښه ونه ځلېده خو د دغې لوبې يواځنۍ شپږيزې يې نړيوال ريکارډ پوره کړ.

له کريس ګېل وروسته، په ای پي اېل لوبو کې تر ټولو ډيرې شپږيزې بيا هندي لوبغاړي سورېش رېنا وهلې ده. نوموړی چې په دغه ټورنمېنټ کې د چنای سوپر کېنګ لپاره لوبيږي، ۱۳۴ شپږيزې وهلې دي خو له ګېل سره يې توپير ډېر دی.

کرېس ګېل په اي پي اېل لوبو کې ۷۰ لوبې تر اوسه کړې دي.

په روانو سياليو کې، هغه د کولکته نايټ رايډر پر وړاندې په يوه لوبه کې په ۵۶ بالونو ۹۶ منډې جوړ کړې. په دغه سيالۍ کې ۳۶ کلن ګېل د کولکته لوبډلې پر وړاندې اووه شپږېزې ووهلې او په درېيو ويکټو يې ماتې ورکړه.

کرېس ګيل ډير وخت په لوبو کې لومړی توپوهنې ته وځي او ځانګړې بڼه لري.

ورته مطالب