د کرېکټ په يوه ورځنيو لوبو کې د بنګله دېش تاريخي بريا

د انځور حقوق bbc
Image caption د بنګله دېش لپاره شکېب الحسن دوه، روبيل حسين، عرفات سني، مشرفي مرتضی او ناصر حسين يو يو کس وسوځاوه.

بنګله دېش د کرېکټ په يوه ورځنيو سياليو کې يو ځل بيا پاکستان ته په اوو وېکټو ماته ورکړه.

دا لوبې د يکشنبې پر ورځ د مير پور شير بنګله په لوبغالي کې ترسره شوې.

د پاکستان کرېکټ لوبډلې بنګله دېش ته د ۲۴۰ منډو هدف ټاکلی و، بنګله دېش وکولای شوای په ۳۸.۱ اورونو کې دا منډې پوره کړي.

د غوره لوبغاړې مډال تميم اقبال ته ورکړل شو. ده په ۱۱۶ توپونو ۱۷ څلوريزو او یوې شپږيزې په جوړولو ۱۱۶ منډې وکړې.

تميم اقبال او مشفق الرحيم په شريکه ۱۱۸ منډې جوړې کړې.

بنګله دېش د ۲۱۸ منډو په جوړولو يوازې درۍ وېکټې بايللې وې.

له دې وړاندې پچه د پاکستان لوبډلې کپتان اظهر علي ګټلې وه او د منډو جوړو فيصله يې وکړه خو د منډو په جوړولو کې کامياب نه شول.

يو وخت د پاکستان پنځه لوبغاړي په ۷۷ منډو سوځېدلي وو، خو سعد نسيم لومړی له حارث سهيل او بيا وهاب رياض سره يه شريکه ښه منډې جوړې کړې.

سعد نسيم له حارث سره ۷۷ او له وهاب سره په شريکه ۸۵ منډې جوړې کړې.

د انځور حقوق AP
Image caption پچه د پاکستان لوبډلې کپتان اظهر علي ګټلې وه او د منډو جوړو فيصله يې وکړه خو د منډو په جوړولو کې کامياب نه شول

د بنګله دېش لپاره شکېب الحسن دوه، روبيل حسين، عرفات سني، مشرفي مرتضی او ناصر حسين يو يو کس وسوځاوه.

د پخواني کپتان مصباح الحق او شاهد اپريدي له يوه ورځني کرېکټ لاس اخيستو وروسته دا د پاکستان لومړۍ لوبه وه.

تراوسه پورې د پاکستان او بنګله دېش ترمنځ د کرېکټ ۳۴ يوه ورځنۍ لوبې شوې چې ۳۱ يې پاکستان ګټلي دي.

ورته مطالب