د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې کپتان له خپلې دندې استعفا کړې

د انځور حقوق Getty
Image caption تر اوسه د ښاغلي عیسی خیل پر ځای لا څوک نه دي ټاکل شوي

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر له خپلې دندې استعفا وکړه.

محمد نبي عیسی خیل د خپلې استعفا لامل وروستۍ لوبې او ښه نه ځلېدل په ګوته کړل.

هغه د کرېکټ بورډ له ادارې یې وغوښتل، چې استعفا یې ومني.

تر اوسه د ښاغلي عیسی خیل پر ځای لا څوک نه دي ټاکل شوي.

خوشحال تایب په دې اړه خپل راپور کې کاږي: محمد نبي عیسی خیل د افغانستان په کرېکټ کې مشهوره څېره ده، چې له شاوخوا ۱۴ کلونو یې د ملي لوبډلې جامې پر تن دي او ددغې لوبډلې لپاره لوبېدلی دی.

د ښاغلي عیسی خیل د لوبډلمشرۍ پر مهال افغان لوبډله وتوانېده چې په ۲۰۱۳ کال کې د سیالیو له لارې نړیوالو اتلولیو ته لار ومومي.

خو په وروستيو نړیوالو اتلولیو کې د لوبډلې ښه نه ځلېدلو او خپله ښې لوبې نه کولو له کبله یې د کیپټانۍ له دندې د استعفا پرېکړه وکړه، هغه چاره چې په افغانستان کې ډېره لږه لیدل کېږي.

ښاغلي عیسی خیل وايي:"ما لوبه ډېره خرابه شوې ده، او د لوبډلې ګټې کمې شوې دي. نو ما له ځان سره فکر وکړ چې که ښه لوبه وکړم نو لوبډلې ته به یې ګټه ډېره وي. نو ځکه مې د لوبډلې له مشرۍ د استعفا پرېکړه وکړه".

محمد نبي عیسی خیل وايي، غواړي وروسته تر دې د ملي لوبډلې د یوه لوبغاړي په توګه خپلو لوبو ته دوام ورکړي او هیله یې وښوده چې وکولای شي د لوبډلې له راتلونکي لوبډلمشر سره خپلې تجربې شریکې او د خپلې لوبډلې په پیاوړي کولو کې رول ولوبوي.

Image caption د ښاغلي عیسی خیل د لوبډلمشرۍ پر مهال افغان لوبډله وتوانېده چې په ۲۰۱۳ کال کې د سیالیو له لارې نړیوالو اتلولیو ته لار ومومي

نبي عیسی خیل له خپلو ټولو پلویانو مننه وکړه، چې په تېر وخت کې یې دده ملاتړ کړی دی.

محمد نبی عیسی خیل د ۲۰۱۳ کال په مارچ کې د نوروز منګل پر ځای د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې کیپټان یا لوبډلمشر شو.

په ۲۰۱۰ کال کې یې هم د لنډې مودې لپاره کیپټاني کړې وه.

دغه راز په ۲۰۱۴ کال کې یې د آسیايي لوبو پر مهال وکولای شول خپلې بنګله دیشي سیالې ډلې ته ماتې ورکړي.

بنګله دیش د کرېکټ نړیوالې ټولنې دایمي غړی او هغه هېواد دی، چې د څلور ورځنیو لوبو غړیتوب لرونکو هېوادونو په کتار کې ځای لري.

د افغانستان کرېکټ بورډ مشر خبري رسنیو ته وویل، چې په نژدې ورځو کې به د نوي کیپټان د ټاکلو لپاره ګامونه اوچت کړي.

ورته مطالب