د هندوستان غوره ليګ ۱۶مه لوبه ممبۍ وګټله

د انځور حقوق AFP

د هندوستان په اي پي اېل سياليو کې ۱۶مه لوبه د ممبۍ انډينز او راجستان رويل چلنجرز لوبډلو ترمنځ وه.

دغه لوبه ممبۍ انډينز لوبډلې په ۱۸ منډو وګټله.

لومړی توپوهنه ممبۍ لوبډلې وکړه او په ټاکل شويو ۲۰ اورونو کې يې چلنجرز لوبډلې ته د اوو لوبغاړو په سوځېډو ۲۰۹ منډې هدف وټاکه.

د ممبۍ په لوبډله کې درېيو لوبغاړو په زړه پورې لوبه وکړه. روهېت شرما په ۱۵ بالونو کې ۴۲ منډې جوړ کړې. هغه څلور شپږېزې او درې څلورېزې ووهلې.

دارنګه لېنډل سېمون هم ښه وځلېد او په ۴۴ بالونو يې ۵۹ منډې جوړ کړې. د ممبۍ لوبډلې بل لوبغاړي ان موکت چند په ۳۷ بالونو ۵۸ منډې وکړې. .

چلنجرز لوبډلې، که څه هم د لوبې پيل ېې ښه نه وه، خو بيا يې هم وکړای شول چې په ټاکل شويو ۲۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۱ منډې جوړ کړې لیکن لوبه يې بيلوده.

چلنجر لوبډلې له دې مخکې بله لوبه ګټلې وه.

په دغه لوبډله کې کيپتان وېرات کوهلي او کرېس ګېل، چې ډېره تمه ترې کېده، ښه ونه ځلېدل.

د روانو سياليو په تېرو څو لوبو کې دواړه ښه ځلېدلي وو. کرېس ګېل خو آن د هندوستان په غوره لېګ سيالو کې د شپږيزو رېکارډ ټېنګ کړ خو په دې لوبه کې يې په ۲۴ بالونو اېله لس منډې جوړ کړې.

په جلنجر لوبډله کې ډاوېډ واېس په ۲۵ بالونو ۴۷ منډې جوړ کړې او د لوبې تر پایه ونه سوځېد.

د دغې لوبې غوره لوبغاړی هر بجېت سېنګ شو هغه تر ټولو ډېرې وېکټې اخېستې وې.

د هندوستان د غوره ليګ سيالو راتلونکې لوبه د ډيلي ډېرډېولز او کېنګز اېلېون پنجاب لوبډلو ترمنځ په احمد اباد لوبغالي کې ترسره کېږي.

د هندوستان د اي پي اېل لوبې هر کال يوځل کېږي، چې د افغانستان په ګډون د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې يې ګڼ شمېر مينه وال موندلې دي.

دغه لوبې به د مۍ مياشتې تر ۲۴ روانې وي، چې اته لوبډلې پکې لوبېږي.

ورته مطالب