د اي پي اېل ۱۷ مه لوبه کولکتې وګټله

د انځور حقوق PTI

د هندوستان په غوره ليګ سياليو کې ۱۷مه لوبه د کولکته نايټ رایډرز او ډيلي ډېرډېولز لوبډلو ترمنځ وه.

په دغه لوبه کې کولکتې لوبډلې ډېلي لوبډلې ته په ۶ وېکټو ماتې ورکړه.

د ډېلې لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په۲۰ اورونو کې يې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سيال ټيم ته ۱۴۶ منډې هدف وټاکه.

د دې لوبډلې لوبغاړي ډېر ونه ځلېدل او پرلپسې اوټ شول.

منوج ټېوري په کې ډېرې منډې وکړې، هغه په ۲۸ بالونو ۳۲ منډې جوړې کړې.

کولکته نايټ رايډرز، چې پخوا يې هم دوه لوبې ګټلې، ټاکل شوی هدف په ۱۸ اور کې د څلور لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او لوبه يې وګټله.

کولکته لوبډلې تېر کال د اې پي اېل لوبو اتلولي هم ګټلې وه د دغې لوبډلې څښتن د هندوستان دسېنما وتلی ستوری شاهرخ خان دی.

ګاتم ګمبير، چې د دغې لوبډلې کيپټان دی، تر ټولو ډېرې منډې جوړ کړې. نوموړي په ۴۹ بالونو ۶۰ منډې وکړې.

دا رنګه يوسف پټان هم ښه لوبه وکړه او په ۲۶ بالونو يې ۴۰ رنزونه وکړل پټان د لوبې تر پايه ونه سوځېد.

د دې لوبې غوره لوبغاړی يو مېش يادېو غوره شو. هغه څلور لوبغاړي وسوځول په روانو لوبو کې د کولکتې لوبډلې يوه لوبه بيللې هم ده خو دوه يې ګټلې دي.

د هندوستان د اي پي اېل لوبو بله هغه د راجستان رويل او کېنګز اېلېونز پنجاب لوبډلو ترمنځ ده.

د هندوستان د اي پي اېل لوبې هر کال يوځل کېږي، چې د افغانستان په ګډون د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې يې ګڼ شمېر مينه وال موندلې دي.

دغه لوبې به د مۍ مياشتې تر ۲۴ روانې وي چې اته لوبډلې پکې لوبېږي.

ورته مطالب