د آی پي اېل ۲۰ لوبه هم سوپر کېنګ وګټله

د انځور حقوق PTI
Image caption د دغې لوبډې مشري د هندوستان د ملي لوبډلې کيپتان اېم اېس ډوني کوي.

د هندوستان په غوره ليګ (آی پي اېل) سياليو کې ۲۰مه لوبه د سوپر کېنګ او روېل چلنجر بنګلور لوبډلو ترمنځ وه.

دغه لوبه سوپر کېنګ لوبډلې په ۲۷ رنزونو توپير وګټله.

سوپر کېنګ لوبډله دهغو ټيمونو په کتار کې راځي چې په دغه ټورنمېنټ کې يې ډېرې لوبې ګټلې دي.

لومړی توپوهنه سوپرکېنګ لوبډلې وکړه او په ټاکل شويو ۲۰ اورونو کې يې چلنجر لوبډلې ته د اتو لوبغاړو په سوځېدو۱۸۱ منډې هدف وټاکه.

په سوپر کېنګ لوبډله تر ټولو ډېرې منډې سورېش رېنا وکړې. هغه ۶ شپږېزې او ۴ څلورېزې ووهلې. نوموړي خورا تېزه لوبه وکړه او په ۳۲ بالونو ۶۲ منډې جوړ کړې.

د دغې لوبډې مشري د هندوستان د ملي لوبډلې کيپتان اېم اېس ډوني کوي.

چلنجلر لوبډلې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۴ منډې جوړ کړې او لوبه يې د ۲۷ مڼدو په توپير سيالې لوبډلې ته وبيلله.

په دغه لوبډله کې وېرات کوهلي په ۴۲ بالونو ۵۱ منډې جوړ کړې. په دې لوبډله کې نور لوبغاړي ښه ونه ولوبېدل او ژر ژر وسوځېدل.

د دغو لوبو راتلونکې هغه د ممبۍ انډينز او ډيلي ډېرډېولز لولډلو ترمنځ په ډيلې کې ترسره کېږي.

د هندوستان د غوره ليګ سيالۍ چې هر کال يوځل کېږي، د مۍ تر ۲۴ به روانې وي. په دغو لوبو کې تر اوسه شل لوبې شوي او پاتې ۴۰ نورې به هم د اتو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

ورته مطالب