د هندوستان د غوره ليګ ۲۱ لوبه ډيلي لوبډلې وګټله

د انځور حقوق PTI

د هندوستان په غوره ليګ ( ای پي اېل) سياليو کې ۲۱ لوبه د ممبۍ انډينز او ډيلي ډېرډېولز لوبډلو ترمنځ په پلازمېنه ډيلي کې وه.

په دې سيالۍ کې د ډيلي ډېرډېولز د لوبډلې دوو لوبغاړو په زړه پورې لوبه وکړه او ممبۍ لوبډلې ته يې په ۳۷ مڼډو ماتې ورکړه.

که څه په پېل کې د دغې لوبډلې لومړۍ وېکټه په لومړي اور کې له منځه ولاړه خو وروسته دوه لوبغاړي تر ډېره په ميدان کې ودرېدل او همدې دوو لوبغاړو د دغه ټيم له بريا سره مرسته وکړه.

شېرېاس لېير په ۵۶ بالونو ۸۳ منډې جوړ ې کړې هغه په خپله تېزه لوبه کې ۷ څلورېزې او پنځه شپږيزې ووهلې.

دا رنګه د دغې لوبډلې بل لوبغاړي جې پې ډومېنې بيا په ۵۰ بالونو ۷۸ منډې جوړ کړې او د لوبې تر پایه ونه سوځېده.

نوموړي ۶ شپږېزې او ۳ څلورېزې ووهلې دغې لوبډلې د څلور لوبغاړو په سوځېدو په ټاکل شويو شلو اورونو کې ۱۹۰ مڼډې هدف ټاکلی و.

خو ممبۍ انډينز لوبډلې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۹ مڼډې جوړ کړې او لوبه يې وبيلله.

په ممبۍ لوبډله کې له ۳۰ پورته منډې چا جوړې نه کړې.

د هندوستان په ای پي اېل ټورنمېنټ کې بله راتلونکې لوبه د راجستان رويلز او رويلز چلنجر بنګلور لوبډلو ترمنځ په احمد اباد کې ترسره کېږي.

احمد اباد د هندوستان د اوسني لومړي وزير نرېندره مودي پلرنی ښار دی.

د هندوستان د غوره ليګ سيالۍ چې هر کال يوځل کېږي، د مۍ تر ۲۴ به روانې وي.

په دغه ټورنمېنټ کې د نړۍ له بېلا بيلو هېوادونو وتلي لوبغاړي په اتو لوبډلو کې لوبېږي دغو لوبو مينه وال د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې شته.

ورته مطالب