بنګله دیش د پاکستان پر وړاندې پر ۴ وېکټو ۲۳۶ منډې وکړې

Image caption محمودالله د وهاب ریاض په توپ په ۴۹ منډو وېکټ ساتونکي سرفراز نواز ته کیچ ورکړ.

د پاکستان او کوربه بنګله دیش تر منځ د دوو ټیسټ لوبو د لومړۍ لوبې د لومړۍ ورځې تر پایه بنګله دیش ۲۳۶ منډې وکړې او څلور وېکټې یې له لاسه ورکړې.

د بنګله دیش له لورې مومن الحق تر ټولو ډېرې ۸۰ منډې وکړې خو سلیزه یې پوره نه شوه کړای او د ذوالفقار بابر پر توپ وسوځېد.

بیټنګ ته په مناسب پیچ د بنګله دیش کپتان او وېکټ ساتونکي مشفیق الرحیم پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

په نننۍ ټیسټ لوبه کې د پاکستان ټیم لپاره تجربه لرونکی او تکړه ورو بالر سعید اجمل په یو ورځنیو لوبو کې د ضعیفې لوبې له کبله نه و غوره شوی.

د بنګله دیش د سر لوبغاړو خپلې لوبډلې ته د لومړۍ وېکټې لپاره د پنځوسیزې ملګرتیا لاسته راوړې وه چې تمیم اقبال پر ۲۵ منډو وسوځېد.

ورپسې امرالکېس پر ۵۱ منډو داسې مهال وسوځېد چې د بنګله دیش منډې ۹۲ ته رسېدلې وې. د نوموړي وېکټه محمد حفیظ واخیسته.

د دریمې وېکټې لپاره محمودالله او مومن الحق اوږده ملګرتیا وکړه او د لوبډلې منډې یې ۱۸۷ ته ورسولې.

خو یوه بل بنګله دیشي توپ وهونکي له ښه پیل وروسته خپله وېکټه له لاسه ورکړه.

محمودالله د وهاب ریاض په توپ په ۴۹ منډو وېکټ ساتونکي سرفراز نواز ته کیچ ورکړ.

د ورځې د وروستي یعنې ۹۰م اوور پر پنځم توپ مومن الحق هم وسوځېد.

که څه هم بنګله دیش پر لومړۍ ورځ ۲۳۶ منډې وکړې خو پاکستانۍ لوبډله به خوښه وي چې سیال ټیم یې تېزو منډو ته پرېنښود او ۴ وېکټې یې هم لاسته راوړې.

د پاکستان له لورې وهاب ریاض، محمد حفیظ، ذوالفقار بابر او یاسر شاه ټولو یوه یوه وېکټه لاسته راوړه.

یاده دې وي چې د دواړو لوبډلو تر منځ تر دې مخکې یوازینۍ شل اوریزه لوبه او درې یو ورځنۍ لوبې کوربه بنګله دیش وګټلې.

بنګله دیش په خپل کور کې تل په پرتلیز ډول ښه لوبه کړې خو دا ځل یې پاکستان ته په پرله پسې ماتو ورکولو شنونکي ګوته په غاښ کړي.

که له یوې خوا وروستۍ پایلې د بنګله دیش د ټیم د پیاوړتیا ښکارندويي کوي نو له بلې خوا دا هم ښيي چې پاکستانۍ لوبډله په دې وروستیو کې څومره کمزورې شوې ده.

ورته مطالب