یوه افغانه د آسیا بډمینټون فدراسیون د ښځو د کمېټې مشره شوه

د انځور حقوق f

د افغانستان د بډمینټون فدراسیون مشره مسعوده آرزو د آسیايي بډمینټون د ښځو د کمېټې مشره ټاکل شوې ده. آرزو وړاندې د افغانستان د نجونو د والیبال د ملي لوبډلې غړې او کابل کې د یوې ورزشي رادیو مشره وه.

مېرمن ارزو د اسیا د بډمینټون فدراسیون د اجرايي کمیټې په ناسته کې چې د چین په واهان ښار کې ترسره شوه وه، وکړای شو چې په دغه سیالۍ کې د سوریې او ماکایو سیالو استازو نه یې دغه مقام تر لاسه کړ.

د آسیا د بډمینټون فدراسیون کمیټې اجرايي ناسته په هر څلور کالو کې یو ځل تر سره کېږي.

مېرمن ارزو مخکې له دې د افغانستان د مېرمنو د والیبال د ملي ټیم غړې وه او په کابل کې د یوې سپورتي رادیو د مشرې په ټوګه هم کار کړی.

نوموړې دوه کاله مخکې د افغانستان د بډمینټون فدراسیون مشرۍ په غاړه واخیسته.

د نوموړې په وینا اوس مهاله ۶۲ ښځینه او نارینه لوبغاړي د عمر په بېلابېلو کچو کې د افغانستان د بډمینټون فدراسیون په چوکاټ کې فعالیت کوي.

افغانستان کې بډمینټون ډېر مینه وال نه لري او دغه هیواد تر دې دمه په دې نه دی بریالی شوی چې په دې برخه د اسیا او نړۍ په سطحه لاس ته راوړنې ولري.

د افغانستان بډمینټون فدراسیون د لومړي ځل لپاره ۴۵ کلونه مخکې جوړ شوی، خو تر څه مودې فعالیت وروسته یې د جګړو له کبله فعالیت ودرول شو.

دغه فدراسیون خپل فعالیت په ۱۳۸۱ کال کې له سره پیل کړ.

د مېرمن ارزو په وینا، دغه فدراسیون په وروستیو کلونو کې چارې ښې شوې وې او ویې کولی شول چې د دغه فدراسیون لوبغاړي د آسیا سیالیو ته واستوي.

د افغانستان بډمینټون لوبغاړو د ۲۰۱۴ کال آسیايي سیالیو پرمهال په سویلي کوریا او همدارنګه تېر کال د ایران په سیالیو کې برخه اخیستې وه.