د هندوستان د غوره ليګ ۳۰ لوبه کولکتې وګټله

د انځور حقوق AFP

د هندوستان په غوره ليګ (ای پی اېل) سياليو کې ۳۰مه لوبه د چنای سوپر کېنګز او کولکته نايټ رايډرز لوبډلو ترمنځ وه.

دغه سيالۍ کولکتې لوبډلې په اوو وېکټو وګټله.

په دغه لوبه کې لومړی لوبه چنای لوبډلې وکړه او په ټاکل شويو ۲۰ اورونو کې يې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۵ مڼدې هدف وټاکه.

په چنای لوبډله کې برېنډر مکالم په ۱۲ بالونو ۳۲ منډې جوړې کړې نوموړي درې شپږېزې او درې څلورېزې ووهلې.

د چنای لوبغاړي د لوبې په پيل کې پرلپسې ژر ژر وسوځېدل خو وروسته يې ويکټې ودرېدې.

کوکلته لوبډلې وکړای شول د درېيو لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف پوره کړي او لوبه يې د ځان کړه.

په دغه لوبډله کې روبېن اوتاپا په ۵۸ بالونو ۸۰ منډې جوړ کړې او دلوبې تر پايه ونه سوځېده.

په کولکته لوبډله کې انډري روسېل هم ښه لوبه وکړه. نوموړي په ۳۲ بالونو ۵۵ منډې جوړې کړې.

روسېل د دې سيالۍ غوره لوبغاړی هم غوره شو. کولکته لوبډله د اي پي اېل د تېر کال د لوبو اتله پاتې شوې. که څه هم چنای لوبډله تر اوسه د ټولو لوبډلو په سر کې ده خو کولکته لوبډلې درېيم مقام خپل کړ.

د هندوستان د ای پي اېل ۳۰ نورې لوبې لا پاتې دي چې د می تر ۲۴ به روانې وي. دغه ټورنمېنټ هر کال يو ځل تر سره کېږي او خورا ډېر مينه وال يې هم موندلې دي.

د دې لوبو راتلونکې سيالي د کېنګز اېلېون پنجاب او ډيلي درېډوېلز لوبډلو ترمنځ کېږي.

ورته مطالب